په خوست کې ۲۰۰ وړې فابریکې شته، خو برېښنا نه لري
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په خوست کې ۲۰۰ وړې فابریکې شته، خو برېښنا نه لري

په افغانستان کې د خصوصي سکتور ۸۵ فیصده برخه وړې فابریکې جوړوي. د ډیورنډ کرښې ته نژدې، د خوست په ولایت کې اوس نژدې دوه سوه لویې او وړې فابریکې فعالې دي.

خو مسوولين یې وايي صنعتي پارک برېښنا نه لري. په دغو فابریکو او کارځایونو کې بېلا بېل توکي تولیدېږي.

د خوست والي حکم خان وایي، په دوو ولسوالیو کې د دغو تولیدي کارخانو لپاره د ځانګړې صنعتي پارک، ځمکه غصب شوې او دوی یې لا په خلاصولو نه دي بریالي شوي.

احمد شاه رپوټ لري.