"خصوصي پوهنتون چې روغتون ونلري طب پوهنځى نه شي جوړولى"

د افغانستان روغتيا وزير فيروزالدين فيروز وايي حکومت خصوصي پوهنتونونو لپاره د طب پوهنځي جوړولو شرايط سخت کړي دي.

ښاغلي فيروز چې دا څرگندونې له بي بي سي سره په ځانگړې مرکه کې کولې وويل "خصوصي پوهنتونونه که غواړي طب پوهنځى ولري، نو بايد ١٠ ميليونه ډالر پانگه ور سره وي ، کدري روغتون ولري او مجرب کدر او استادان ور سره وي."

د روغتيا وزير وايي، اوسمهال شخصي پوهنتونونه، له طب پوهنځي فارغ شوي محصلين روزنې يا ستاژ لپاره په خورا ډېر شمېر کې دولتي روغتونونو ته لېږي، چې منل کېدل يې ناشوني دي.

ښاغلى فيروز د افغان حکومت دا اقدام په دغه هېواد کې د روغتيايي خدماتو کيفيت لوړو د هڅو برخه بولي.

افغانستان کې په تېره څه د پاسه يوه نيمه لسيزه کې د روغتيا په ډگر کې زيات پرمختگ شوى، خو د روغتيايي خدمتونو د کيفيت په تړاو نيوکې ډېرې دي .

هر کال لسگونه زره افغانان درملنې لپاره له هېواده بهر تر ډېره پاکستان او هند ته ځي او او شاو خوا ٣٠٠ ميليون ډالر لگوي.

Image caption د ښاغلي فيروز په وينا د ډاکټرانو د وړتيا ډېرولو لپاره هم گڼ اوږدمهال او لنډمهال روزنيز پروگرامونه په پام کې نيول شوي دي

ډاکټر فيروز الدين فيروز ستونزه په دې کې بولي چې وړاندې د روغتيا په برخه کې تر ډېر ه پانگونه لومړنيو روغتيايي خدمتونو کې شوې، خو په وينا يې په تېرو دوو کلونو کې بهر ته درملنې لپاره د افغانانو د ورتگ مخنيوي لپاره افغانستان کې دننه تخصصي درملنې ته پام ډېر شوى.

ښاغلى فيروز زياتوي مرستندويان د لويو روغتونونو جوړولو ته زړه نه ښه کوي نو دولت له خصوصي پانگوالو سره په گډه دا کار کوي، چې تخصصي روغتونونو جوړ کړي او دې لپاره طرحې برابرې شوي.

د افغانستان د روغتيا وزير وايي، وار له مخه د دوى د پورته کړيو گامونو اغېز تر يوه بريده تر سترگو کېږي. نوموړي وويل " تېرکال په افغانستان کې د ٩٠٠ زرو کسانو درملنه شوې، يانې دوى له روغتونو بېرته روغ کورته تللي. بل لور ته سږکال افغانستان کې د د زړه ١٠٠ بريالي عمليات شوي، او د سرطاني ناروغيو تشخيص لپاره مرکز جوړ شوى که څه هم اوس په لومړنيو پړاوونو کې دى خو وروسته به لا سمبال او پراخ شي."

د ښاغلي فيروز په وينا د روغتياپالانو تنخوا لوړول هم د روغتيايي خدمتونو د ښه کولو لپاره بل اقدام دى او راتلونکې بوديجه کې دا بدلون په پام کې نيول شوى دى.

د روغتيا وزير همداراز له ناروغانو سره د روغتياپالانو د ناسم چلند ستونزه ومنله او وې ويل اوس هره ورځ سهار په روغتونو کې له ډاکټرانو سره د طبي اخلاقو په تړاو نيم ساعت خبرې کېږي، چې له ناروغانو سره څنگه چلند وکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هر کال لسگونه زره افغانان درملنې لپاره له هېواده بهر تر ډېره پاکستان او هند ته ځي

د ښاغلي فيروز په وينا د ډاکټرانو د وړتيا ډېرولو لپاره هم گڼ اوږدمهال او لنډمهال روزنيز پروگرامونه په پام کې نيول شوي دي.

افغانستان کې روغتيا؛ خلک وايي درد یې نه دوا کېږي

د افغانستان د روغتيا وزير د ډاکترانو کاربنديز کابو کولو لپاره جلال اباد ته تللی

افغانستان کې د څښاک تر نیمايي ډېرې اوبه ککړې دي

خو په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې پر میلیونونو مرستو سربېره، روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی له کړاوه ډک دی. روغتیايي کلینیک ته د رسېدو لپاره اړ خلک په لېرو پرتو سيمو کې ساعتونه مزل ته اړ کېږي. او په شته روغتونونو کې هم د متخصصو ډاکټرانو او تخصصي څانکو نه شتون ته ډېره گوته نيول کېږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب