نیویار کې تر برید وروسته " امریکا ته دې د تلونکو کسانو پلټل سخت شي"
نیویار کې تر برید وروسته " امریکا ته دې د تلونکو کسانو پلټل سخت شي"
امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ، سرحدي چارواکو ته امر کړی دی چې، له بهره امریکا د تلونکو کسانو پلټل سخت کړي. دی دا خبرې په نیو یارک له برید وروسته کوي.
لږ تر لږه اته کسان هغه مهال ووژل شول چې، یوه سړي خپل لارۍ ډوله موټر، په منهټن کې، پر لارویانو ور وست.
خپله ډرایور بیا وویشتل او ونیول شو. اوس له پولیسو سره دی. پولیسو بریدګر، ۲۹ کلن سیف الله سیپوف بللی دی.
دا سړی په اصل کې د ازبکستان دی او په ۲۰۱۰ کال کې امریکا ته تللی و. بریدګر بیا هغه مهال پولیسو وویشت چې له موټره ووت. اوس په روغتون کې د پولیسو تر څار لاندې دی.