د نیویارک موټر برید په انځور کې

د نیویارک ښار منهاټن سیمه کې د موټر خېژولو برید کوونکی چې لږترلږه اته کسان یې ووژل او ۱۲ نور یې ټپیان کړل، سیف الله سیپوف نومېږي چې په اصل کې د ازبکستان و او د امریکا په اوهایو او فلوریډا ایالتونو کې هم اوسېدلی.

د نیویارک پولیسو د پېښې په اړه وویل، یوه سپین پک اپ ډوله موټر په منهاټن سیمه کې د سړک پر ځنډه پر خلکو وروستل شو.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

د نیویارک پولیسو د پېښې په اړه وویل، یو سپین پک اپ ډوله موټر په منهاټن سیمه کې د سړک پر ځنډه پر خلکو وروستل شو.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح،

په پېښه کې لږترلږه اته کسان ووژل شول او ۱۱ سخت ټپیان شول.

د عکس سرچینه، Reutes

د عکس تشریح،

پولیسو وویل، کله چې موټر د سوېل پر لور روان و د ښوونځي له یوه بس موټر سره ولګېد.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح،

امریکايي پولیسو دا یوه ترهګریزه پېښه وبلله او ویې ویل فدرالي څارګره اداره ایف بي ای یې په تړاو پلټنه کوي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

ځینو ټپیانو سره په سیمه کې عامو خلکو مرسته وکړه.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

ځینو نورو بیا ټپیان روغتون ته لېږدول.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح،

پر ډېرو خلکو د برید د سیمې لیدلو ناوړه روانې اغېزه کړې وه، او پولیسو له خلکو غوښتل چې سیمې ته دې له ورتګه ډډه وکړي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

پولیسو په سیمه کې د موټرو د چک لپاره له سپیانو کار اخیست.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

په سیمه کې د ښوونځي زدکوونکو پسې یې ژر میندې او پلرونه ورغلل چې کور ته یې بوځي.