وردګ پوهنتون؛ د خلکو په مرسته جوړ تعلیمي بنسټ

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د کابل کندهار پر لویه لار، د میدان وردګ ولایت، د توپ دښته، یو وخت د جګړی ډګر و خو اوس پکې یو پوهنتون جوړ شوی او فعال دی. څلور سوه زده کوونکي پکې زده کړه کوي.

که غواړئ د میدان وردګو پوهنتون ته ورشئ نو باید نیم ساعت له ښاره مخکې سفر وکړئ، پوهنتون د کابل - کندهار پر لویه لار د ټوپ په دښته کې جوړ دی. پوهنتون درې کاله مخکې جوړ شوی، اوس څلور سوه محصلین لري، خو لایې هم پوهنځی یوی دی او یوازې درې رسمي استادان لري.

لکه د پخوا په کیسو کې چې به ویل کېدل: ددې پوهنتون کیسه سړی یوځل ژړوي او بیا یې خندوي.

ژړوي یې په دې چې دلته د دولت رول ډېر کمزوری دی خو د خوښۍ ځای په دې کې دی چې دا یو د افغانستان له لږو پوهنتونونو دی چې د خلکو په مرسته جوړ شوی.

د پوهنتون مشر عنایت الرحمن مایار سره بنډار د په ډاګه کړه چې دی او ملګري استادان یې ستړي دی، خو په سترګو کي یې د ناهیلۍ څرک نه ښکارېده:

"۹۴ کال چون منځني وختونه یې وو او بودیجه هم لوړو زده کړو وزارت نشوای ورکولی، نو څه چې وو او هغه خلک وو چې خلکو ته مو مخ ور واړاوه، او پر خلکو باندې مو دا غږ وکړ چې په دې لومړیو کلونو کې پوهنتون ته لاس ورکړي. په وردګو کې یو شی چې ډېر زموږ لپاره د پام وړ دی هغه دا دی چې دلته د پوهنتون لپاره کمپاین ضرورت نه و."

محصلین
Image caption د شل سلنې ازموینې پاڼو ته ځینو محصلینو ځوابونه لیکل او شاوخوا پنځوس نور محصلان د استاد لکچر ته غوږ وو.

د خلکو مرسته

"نو خلک د پوهنتون په ارزښت پوهېدل دلته نو ډېر ژر یې موږ ته لاس راکړ، حتی په اولو شپو کې یې د خپل کور څراغونه موږ ته راوړل... حتی خلکو په خلاص تندي خپل مېلمستونونه زموږ د محصلینو پر مخ پرانیستي پرېښي وو چې دوی کولای شي ترې استفاده وکړي او په دې سره موږ ددوی لپاره ځای چمتو کوو. "

کابل ټانکر چاودنه: د ورک ځوان کورنۍ لا هم د هغه لار څاري

وردګو اوونۍ: د چک برېښنا کوټ بيا رغول کېږي

د پارلمان پخوانۍ وکیله، اوس د کلیوالو ښځو درملنه کوي

"په مالي برخه کې خلکو نهایت زیاته همکاري وکړله، ودانۍ یې نه ده رنګ شوې او پلستر او نور اړوند شیان یې په ښه ډول نه دي شوي. خلکو دا ودانۍ د مني په کابو درو میاشتو کې ودان کا. ټول نژدې اته میلیونه افغانۍ لګښت یې خلکو ورکړ."

Image caption کومه ورځ چې موږ د ټوپ دښتې ته ورغلو تر سلو ډېر محصلان په خاورو او دوړو کې ناست وو
Image caption د محوطې په یوه سر کي کتابتون جوړ دی. د پوهنتون د کتابتون له اتو زرو ډېر کتابونه هم د خلکو لخوا ډالۍ شوي.

د پوهنتون وداني د کلي د یوه ښوونځي په اندازه ده. د تګ پر وخت موږ ترې تېر شوو ځکه باور مو نه راتله چې دلته دې پوهنتون جوړ وي. پر یوه کوچني سرای شاوخوا خړې سمیټي کوټې راتاو وې.

کومه ورځ چې موږ د ټوپ دښتې ته ورغلو تر سلو ډېر محصلان په خاورو او دوړو کې ناست وو او د شل سلنې ازموینې پاڼو ته یې ځوابونه لیکل او شاوخوا پنځوس نور محصلان د استاد لکچر ته غوږ وو. د محوطې په یوه سر کي کتابتون جوړ دی. د پوهنتون د کتابتون له اتو زرو ډېر کتابونه هم د خلکو لخوا ډالۍ شوي. په دې پوهنتون کې د څېړنې لپاره یوازینۍ سرچینه چې محصلانو ته بې حده ارزښت لري.

یو محصل، زرولي مې په دې کتابتون کې ولید چې په ډېره مینه یې د یوه کتاب پاڼې اړولې، ترې ومې پوښتل: په دښته کې زدکړه څنګه ده. دی خوښ ښکارېده:

"دلته زدکړه ښه ده، استادان مو ټول پر وخت راځي او کوښښ کوي موږ ته نوي مواد پیدا کړي. "

خو د نورو امکاناتو نشتوالی یې احساسوی: "دا چې زموږ پوهنتون نوی شروع شوی، هغه کارونه چې په نورو پوهنتونونو کې ترسره کېږي دلته نه دي شوي. مشکلات خو ډېر دي، خو هغه چې د پوهنتون او دولت په اړه دي هغه لابراتوار دی، برق دی او انټرنېټ دی."

د چک اوسېدونکی او د دریم کال لومړی نمبر محصل محمد خالد رشیدي د خپل ژوند راتلونکی روښانه ويني خو وايي د امکاناتو د ترلاسه کولو په لوري د پوهنتون ډېر مزل مخته لري.

"زموږ کرنې پوهنځي کې که لابراتوار ولرو، هر څه به مو عملي زده شي. زراعت عملي زده کېږي نه میخانیک. میخانیک به دې میاشتې دوه په ذهن کې پاته شي، اما بېرته بیا د سړي له یاده وځي."

د پوهنتون مشر وايي مرستي پر لاره دي: "په ۹۶ کال کې موږ ۱۰ کیلو واټه سولر برېښنا چې نړیوال بانک کار ورباندې کوي قرار داد یې لاسلیک شوی دی. ضرب الاجل ورته تعین شوی چې په ۶۳ ورځو کې باید دا فعاله شي. "

د انټرنیټ شبکه یې نده جوړه شوې دا به جوړېږي. دا هم مخکیني قرارداد کې شامله خبره ده: ۱۰ کیلو واټه برېښنا ده، د انټرنېټ شبکه او یو وړکوټی ای سي ټی سنټر دی چې د همدې سولر په مټ به دا ټوله ورځ فعال وي او محصلین به له انټرنېټ څخه استفاده کوي.

Image caption د پوهنتون مشر عنایت الرحمن مایار سره بنډار د په ډاګه کړه چې دی او ملګري استادان یې ستړي دی، خو په سترګو کي یې د ناهیلۍ څرک نه ښکارېده

دولت په ۹۵ کال کې یو دېرش میلیونه افغانۍ بودیجه ورکړه. دا صرف انکشافي بودیجه وه او په دې ۳۱ میلیونه افغانیو موږ د تعلیم او تربیې لپاره یو تعمیر پیل کړی دی. چاري یې ۶۰-۷۰ فيصده تکمیلي شوي دي او اوس هم تر کار لاندې دی.

په ۹۶ کال کې بیا هم پوهنتون ته حدوده پینځوس میلیونه افغانۍ بودیجه ورکړه شوه چې په هغه کې یو تعمیر د زراعت پوهنځي لپاره په ردیو پوړونو کې د ۴۴ میلیونه افغانیو باندې [جوړېږي چې] کارونه یې شروع شوي دي.

دا پوهنتون د پراختیا لپاره پینځه سوه جریبه ځمکه لري چې په ۱۳۹۷ کال کې به ماسټرپلان ورته جوړ شي.

مسؤولین وايي دوهم پوهنځی به یې تعلیم او تربیه او دریم به یې شرعیات وي. خو دلته یوه بله ستونزه هم شته: هغه دا چې تراوسه په دې پوهنتون کې یوه نجلۍ هم نه تر سترګو کېږي. د ولایت له مرکزه لریتوب، ناامني او د امکاناتو کمی هغه څه دي چې د نجونو پر وړاندې لوی خنډ ګڼل کېږي.

Image caption یو محصل، زرولي مې په دې کتابتون کې ولید چې په ډېره مینه یې د یوه کتاب پاڼې اړولې، ترې ومې پوښتل: په دښته کې زدکړه څنګه ده. دی خوښ ښکارېده
Image caption دا پوهنتون د پراختیا لپاره پینځه سوه جریبه ځمکه لري چې په ۱۳۹۷ کال کې به ماسټرپلان ورته جوړ شي، خو لاهم د خوبخونو (لیلیې) ستونزې لري

"ان سږکال له همدې چاپیریال نه نجوني له ۱۲م ټولګي نه فارغي شوي وې او زموږ پوهنتون ته معرفي شوي وې. نو هغه امکانات چې ضرور وو هغه موږ نه درلودل. نو د خلکو غوښتنه وه چې تاسو دا زمینه مساعده کړئ حل اقل وکولای شو ددې نژدې سیمو نجونې دلته جذب کړو."

ورته مطالب