افغان حکومت: طالبانو يوه بوډۍ ښځه د جاسوسۍ په تور وژلې"

طالبان
Image caption طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی

د افغانستان سوېلي هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي ادعا کوي چې وسله والو طالبانو ګرمسیر ولسوالۍ کې يوه ۸۵ کلنه بوډۍ له دولت سره د همکارۍ په تور وژلې ده.

ښاغلي ځواک بي بي سي ته وویل، طالبانو څو ورځې وړاندې دغه ښځه تر خپل واک لاندې یوې سیمې بازار کې له موټره کوزه کړې او له ځانه سره یې وړې ده.

دی وايي، طالبانو دا ښځه له وژلو وروسته بله سیمه کې غورځولې ده.

د هلمند د والي ویاند زیاتوي، دواړې پېښې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې شوې دي.

خو طالبان په دې پېښه کې لاس لرل ردوي. د وسله والو طالبانو یو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، دا کار د دوی کسانو نه دی کړی خو دې ته په کتو چې سیمه د دوی په لاس کې ده، د پېښې پلټنه به وکړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې له دولت سره د همکارۍ په تور وژنې کومه نوې خبره نه ده.

د هلمند د ولایتي شورا منشي عبدالمجید اخوندزاده بي بي سي ته ویلي چې، دا مېرمن "طالبانو په دې تور وژلې، چې ولې هغه مهال چې دغه سیمه د حکومت په لاس کې وه، کورنۍ یې د حکومت پلوي کړې".

ښاغلی اخوندزاده وايي، دغه مېرمن څو ورځې ورکه وه او بیا یې مړی وموندل شو.

وړاندې هم څو ځلې په رسنیو کې له دولت سره د همکارۍ په تور د طالبانو له خوا د نیول شویو کسانو د وژل کېدو خبرونه ورکړل شوي.

ورته مطالب