"امریکا د ولسي جرګې ۲۵ وکیلانو ته ویزې ور نه کړې"
- عصمت بهیر
- بي بي سي کابل
د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځی
د افغانستان د ولسي جرګې ځینې غړي وايي، چې په کابل کې د امریکا سفارت د څه باندې ۲۵ وکیلانو د وېزو غوښتنې رد کړې دي.
د ولسي جرګې منشي قادر ځاځي بي بي سي ته وویل، څه موده مخکې یو شمېر وکیلان د خپلو کورینو سره په شخصي سفر امریکا ته تللي وو خو د بېرته راتګ پرمهال دوی ستانه شول، مګر کورنیو ته یې هلته د امریکا له حکومت د پناه غوښتنه وکړه.
د ښاغلي ځاځي په وینا نو ځکه د امریکا سفارت اوس وکیلانو ته د شخصي سفرونو لپاره له وېزو ورکولوه ډاډ کوي.
"پخوا به چې وکیلانو ان له کورنیو سره د امریکا ویزې ته شخصي غوښتنه هم کوله نو سفارت ویزه ور کوله، خو کله چې ځینې وکیلان له کورنیو سره لاړل امریکا کې پاتې شول یا نورو هېوادونو ته لاړل، نو اوس چې وکیلان شخصي غوښتنه کوي ویزې یې رد شي".
په ورته مهال زیاتوي، چې که رسمي غونډو ته وکیلان ځي د امریکا سفارت یې تراوسه د ویزو ور کولو غوښتنه رد کړې نه ده.
ښاغلي ځاځي د هغو وکیلانو نومونه یاد نه کړل چې په شخصي سفر امریکا ته تللي او کورنیو یې هلته پناه اخیستې ده.
خو په ولسې جرګه کې یوې بلي باوري سرچینې بي بي سي ته ویلي چې یاد وکیلان، د ولسي جرګې پخوانی مرستیال نذیراحمد احمدزی، د کوچيانو استازې پروین درانۍ او د هرات استازې رحیمه جامي، چې خپله بېرته افغانستان ته راغلل او کورنۍ یې کاناډا ته واستولې او هلته یې د پنا غوښتنه وکړه.
د وکیلانو غبرګون
ښاغلي نذیر له بي بي سي سره په خبرو کې په امریکا کې د دوی د کورنۍ پاته کېدلو خبره رد کړله.
دی وايي له خپلې کورنۍ سره یو ځای په کابل کې اوسېږي.
خو دوو نورو وکیلانو زموږ ټلیفون ته ځواب را نه کړ.
دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې د امریکا سفارت د افغانانو وېزې ردوي.
له دې مخکې هم داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې د امریکا سفارت د ولسې جرګې د مشر عبدالروف ابراهیمي د وېزې غوښتنه هم رد کړې وه.
امریکا افغان روباټګرو نجونو ته هم ویزه نه ور کوله، خو وروسته د ټرمپ د لور په همکارۍ دوی امریکا ته د تګ اجازه ترلاسه کړه.
د سږکال په جولای کې دې سفارت د هرات ولایت روباټګرو نجونو ته هم له وېزې ور کولو ډډه وکړه.
خو د امریکا د ولسمشر ډونلډ ترمپ د لور په مرسته وروسته دا افغان نجوني امریکا ته وغوښتل شوې.
دوی په روباټي سیالۍ کې له ګډون وروسته افغانستان ته ستنې شوې.

ویډیو, ولسي جرګه او د وزيرانو بې واکه کول
افغان ولسي جرګې نن (۱۴ نومبر) هم دريو وزيرانو پوښتلو لړۍ کې د لوړو زه دکړو وزیره فریده مومند، بې واکه کړه.