د برتانیا سفیر: طالبان دې په جګړه کې د بري خوب نه ویني

Image caption په کابل کې د برتانیا سفیر نیکلاس کي.

په افغانستان کې د برتانیا سفیر وايي، وسلوال طالبان باید دا خوب له سره وباسي چې په جګړه کې به بریالي شي.

نیکلاس کي د بي بي سي له خبریال اولیا اطرافي سره خبرو کې وویل، هېواد یې د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتیژي ملاتړ کوي.

د هغه په خبره، دا ستراتیژي طالبانو ته روښان پیغام لري او هغه دا چې د جګړې له لارې د افغانستان په سیاسي راتلونکي کې رول نشي ترلاسه کولی.

"اوس د دي موضوع په پېژندلو سره باید طالبان دې فکر ته وهڅېږي چې که د افغانستان لپاره کومه هیله لري، که غواړي، په دغه هېواد کې یې نظر واورېدل شي، یا د افغانستان لپاره سیاسي او ایډیولوژیک پروګرام لري او په دې اند دي چې د دوی دا پروګرام په پام کې ونیول شي، نو باید له نورو افغانانو سره سیاسي بهیر او په ګډه سیاسي حل لار وپلټي، هغوی په هیڅ ډول هم نشي کولی له پوځي لارې هدف ته ورسېږي".

* " امریکا تر اوسه افغان جګړه کې ۸۰۰ میلیارد ډالر لګولي"

* "افغانستان کې د ماشومانو مرګ ژوبله دوه برابره ډېره شوې"

خو د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د څار ادارې یا "سیګار" تېره سې شنبه وویل، وسلوالو طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې تر خپل واک لاندې سیمه پراخه کړې.

د سیګار په رپوټ کې ویل شوي د روان کال په فبرورۍ کې د افغانستان ۱۱ سلنه خاوره چې ۵۴ ولسوالۍ دي د طالبانو تر کنټرول لاندې وه، یا دوی پکې نفوذ درلود.

"خو د تېر اګست په میاشت کې دا سلنه ۱۳ ته پورته شوې ده. دا په دې معنا ده چې کابو ۷ لکه اضافي وګړي اوس د ا فغانستان په داسې سیمو کې ژوند کوي چې هلته وسلوالو طالبان واکمن دي او یا هم پکې نفوذ لري".

سره له دې چې امریکا په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت د پراخولو ژمنه کړې، د سیګار وروستی رپوټ څرګندوي چې په دې هېواد کې امنیتي وضعیت تر پخوا ډېر خراب شوی دی.

له پاکستان غوښتنه

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption طالبان وايي، چې یو امریکايي پوځي هم په افغانستان کې وي، دوی به جګړه کوي.

د برتانیا سفیر بي بي سي ته دا هم وویل، چې هېواد یې له پاکستان غواړي په خپله خاوره کې د وسلوالو د پټنځیو او افغانستان ته د هغوی د تګ مخنیوي وکړي.

"پاکستان له خپلې خاورې افغانستان ته د ترهګرو د تګ راتګ په مخنیوي او د دوی د پټنځیو په کمولو سره په ریښتیا په افغانستان کې د تلپاتې سولې په ټینګولو کې مهم رول لوبولی شي. زما په اند افغانستان ته د پاکستان د لوی درستیز وروستي سفر د دې دوو هېوادونو د اړیکو د ښه والي لپاره هیلې پیدا کړې دي".

* مشرف: د پاکستان پوځ افغان جګړه کې پیسې ونه ګټلې

* ناټو: باید پاکستان کې د وسله والو پټنځیو ته پام وشي

نیکلاس کي پر ډیورنډ کرښه د پاکستان د ازغن تارغځولو په هکله وویل، چې اسلام اباد له خپلې خوښې سره سم د پولې د کنټرولولو لپاره د خپلې پرېکړې حق لري.

خو نوموړی د دې ازغن تار پر اغېز شک شيي.

"یو خو دا کرښه ډېره اوږده ده. موږ د پخوا راهیسې په دې نظر یو چې دواړه هېوادونه له دې پولې ګډه ګټه اخیستلی شي".

د داعش د پراخېدلو وېره

د انځور حقوق .
Image caption د افغانستان ختیځ په تېره ننګرهار د داعش مرکز بلل کېږي.

د برتانیا سفیر په افغانستان کې د داعش د پراخېدلو پر شونتیا هم اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه چې د دې ډلې سره د مقابلې لپاره د افغانانو یووالی او له افغانستان سره د سیمې او نړیوالې ټولنې همکاري مهمه ده.

" په افغانستان کې هم له داعش سره بیعت شوی دی او دا وېره شته چې داعش دلته پراخ شي. زما په اند داعش د ټولو دوښمن دی. داعش د افغانانو او د افغانستان د ډېرو ګاونډیانو دوښمن دی. داعش هڅه کوي په افغانانو کې نفاق او وېش را منځ ته کړي، هغوی په افغانستان کې بې ګنا مسلمانان وژني او دا د منلو نه ده".

نیکلاس کي وايي، هېواد یې له افغان حکومت سره د مرستو دوام ته ژمن دی او باور لري چې کابل په ولسي او پوځي ادارو کې له فساد سره د مبارزې لپاره د سمون پروګرامونه پیل کړي دي.

ورته مطالب