میدان وردګ: اقلیمي بدلون سږ کال د مڼې ګلونه رژولي

میدان وردګ د انځور حقوق د ډاکټر عبدالوکیل نیالګیو کښېنولو ټولنه
Image caption د سیمې بڼوال د مڼو ساتنې مناسب امکانات نه لري

د میدان وردګو مڼې هر کال د پریمانۍ او ارزانۍ له کبله د پلازمېنې کابل بازارونو کې موندل کېږي، خو سږ کال د سیمې ونو محصولات سم نیمايي لږ شوي دي.

د دغه ولایت بڼوال وايي د اقلیمي بدلون له کبله د هوا سړه څپه بې وخته راغله، چې د مڼو ګلونه یې ورژول او دغه راز تر ځمکه لاندې د اوبو نور ټیټوالی د دې سبب شو، چې د مڼو محصولات د نور کله پر تله لږ شي.

د سیمې یو بڼوال کریم الله بي بي سي سره خبرو کې وویل:

''سږ کال د مڼو بیه څو برابره ډېره شوې، خو د بڼوالو جیبونه تش پاتې دي. نوموړی وايي، پروسږ کال یوه باغ لس خرواره (۵۶۰۰ کیلوګرامه) مڼې درلودې، خو سږ کال دغه مقدار نیمايي ته یانې ( نژدې ۲۸۰۰ کیلوګرامه) ته راټیټ شوی دی.

سږ کال وچکالي وه، تر ځمکه لاندې اوبه نورې ژورې لاړې، تېر کال باغونه له چینو او کاریزونو خړوبېدل، خو سږ کال د ماشینونو له لارې خړوبېدل، د یوه ساعت لپاره ماشین ته سل افغانۍ( نژدې یو نیم ډالر) ورکوو او نژدې د پنځوسو افغانیو تېل ورته اخلو. ''

نوموړی وايي:

د انځور حقوق .
Image caption نوي نیالګي د زړو هغو ځای نیسي

'' تېر کال د مڼو د ۵۶۰ کیلو بیه له اوو تر ۱۴ زرو افغانیو وه ( له سلو تر ۲۰۰ ډالرو) خو سږ کال یې بیه ۲۲ افغانیو ته رسېدلې ده، خو بیا هم د بڼوالو ګوتو ته څه نه ورځي. ''

په میدان وردګ ولایت کې ایله یوه سړه خونه فعاله ده، چې د ټول ولایت د محصلاتو نژدې دوه سلنه محصولات په کې خوندي ساتل کېدای شي.

بڼوال وايي که سږ کال مڼې ډېرې هم وای، یا به یې ارزانه پلورلې او یا به ضایع کېدې، ځکه چې د ساتلو وسیله یې نه شته او دغه راز یې په مناسب وخت بازار ته د وړاندې کولو ظرفیت هم نه شته.

افغان مېوې او له کاونډيانو سره ترانزيتي ستونزې

څېړنه: مڼه د وینې د پرڼ کېدو مخه نیسي

د افغانستان د کرنیزو محصولاتو ستونزې

ویل کېږي راتلونکي کې به دغه ولایت کې دوې سړې خونې ورغول شي، خو تر هغې چې دغه سړې خونې ودانېږي د ولایت بڼوال اړ دي له ضایع کېدو مخکې خپل محصولات په لږ بیه وپلوري.

د انځور حقوق د ډاکټر عبدالوکیل نیالګیو کښېنولو ټولنه
Image caption د مڼې نوي نیالګي ټیټ دي او محصول یې ډېر دی

د افغانستان په کچه د میدان وردګ ولایت مڼې ډېرې مشهورې دي، خو په نړیوال بازار کې ډېر مینه وال نه لري.

افغان حکومت هڅه کوي نړیوال بازار ته د دغو میوو وړاندې کولو لپاره په کې جنېټیک بدلون راولي. د میدان وردګ والي ځونډي ګل زماني وايي له برتانیا او روسیې نوي نیالګي راوړل شوي او د ولایت بېلا بېلو بڼوالو ته ورکړل شوي دي. نوموړی وايي:

د تېر یوه کال موده کې مو درې زره باغونه جوړ دی. دغو درې زره بڼونو کې مو داسې نیالګې کښېنولي چې محصولایت یې نړیوال بازار کې مشتریان لري، یانې درې کاله وروسته به میدان وردګ داسې مڼې ولري، چې ښې به ساتل کېږي او د دبۍ، هند او اروپا په بازارونو کې به مشتریان ولري.

نوموړی وايي دغه نوښتونه روان دي او د کورنیو او نړیوالو ماهرینو په مرسته بزګرانو ته روزنه ورکول کېږي.

د ډاکټر عبدالوکیل په نامه د نیالګي کښېنولو ټولنې مسوول نصیر احمد بي بي سي ته ویلي، له تېرو دوو کلونو راهیسې نویو نیالګیو کښېنولو ته د خلکو لیوالتیا ډېره شوې ده. د نوموړي په وینا همدا اوس لسګونه زره نیالي چمتو دي، چې بڼونو کې کښېنول شي. د ښاغلي احمد په وینا:

د انځور حقوق .
Image caption د مڼې نوی نسل نیالګي دویم کال محصول ورکوي

د میدان وردګ ولایت ډېر بڼوال کافي ځمکه نه لري، له همدې کبله خلک له اقتصادي پلوه د ټیټې ونې نیالګي خوشوي او دغه ډول دوی ته ګټور دي.

نوموړی وايي پخوانيو نیالګیو به له کښېنول کېدو اووه کاله وروسته حاصل ورکاوه، خو نوي ټیټ نیالګي دویم کال میوه نیسي او محصولات یې هم لس برابره ډېر دي، ځکه په یوه جریب ځمکه کې نژدې څلور سوه نیالګي کرل کېدای شي.

د ولایت کرنې چارواکي او نیالګیو کښېنولو فعالان وايي د ټیټو ونو پر مناسبه ساتنه او پالنه او د اصلاح شویو مڼو په اړه عامه پوهاوی ښايي وخت واخلي، خو په وینا یې څو راتلونکو کلونو کې به نه یوازې میدان وردګ ولایت کې، بلکې د افغانستان نورو ولایتونو کې هم د مڼو نوي ډولونه ځای ونیسي.

اړونده مطالب

ورته مطالب