د نړیوالې جنايي محکمې څارنواله افغانستان کې د جنګي جرمونو پلټل غواړي

د انځور حقوق .

د نړیوالې جنايي محکمې ای سي سي یوې څارنوالې له قاضیانو غوښتي چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه د رسمي پلټنې اجازه ور کړي.

تمه کېږي چې فاتو بین سودا به له ۲۰۰۳ کال راپدیخوا د طالبانو، افغان حکومت او امریکايي ځواکونو له خوا د جنګي او انسانیت ضد جرمونو د ادعاوو په هکله پټلڼې وکړي.

نوموړې ویلي داسې معقول دلایل شته چې سړی ومني د افغانستان په وسلوال کړکېچ کې جنګي او د انسانیت خلاف جرمونه شوي دي.

د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوالې فاتو بېن سودا په یوه بیان کې وايي: "اوس د افغانستان د وضعیت په تړاو د روم تړون ټول معیارونه پوره شوي چې له مخې یې په دغه هېواد کې د بشريت ضد جرمونو په اړه پراخې څېړنې وشي".

''کرزي د جنګې جرایمو د پلټنو مخه نه ده نیولې''

استراليا، افغانستان کې د خپلو سرتېرو د جنګي جرمونو پلټنه کوي

د مېرمن بین سودا څېړنې به له هغې نېټې را وروسته موده کې پر جرمونو راټولې وي چې افغانستان د جرمونو د نړیوالې محکمې غړیتوب تر لاسه کړی، خو له دې وړاندې موده کې هم د ځېنو اړوند ادعاوو په برخه کې څېړنې کولی شي.

دا وايي څېړنې به پر هغو جنګي او بشریت ضد جرمونو راټولې وي چې د ۲۰۰۳ کال د مۍ میاشتې له لومړۍ نېټې را هیسې په افغانستان کې شوي دي.

"خو د هغو ادعا شویو جنګي جرمونو په اړه هم زموږ د څېړنو لمن پراخیدی شي چې د ۲۰۰۲ کال د جولای له لومړۍ نېټې را وروسته موده کې د روم تړون په نورو غړو هېوادونو کې شوي دي او په افغان جګړه پورې تړاو لري".

ښايي د هغې موخه هغه پټ توقیف ځي وي چې له افغانستان د باندې یې د ادعاو له مخې موقعیت درلود.

افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې د روم تړون او د جرمونو نړېوالې محکمې غړیتوب تر لاسه کړی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د مېرمن بن سودا څېړنې به له هغې نېټې را وروسته موده کې پر جرمونو راټولې وي چې افغانستان د جرمونو د نړیوالې محکمې غړیتوب تر لاسه کړی

د مېرمن بن سودا په بیانه کې ټینګار شوی چې د دوی د اصولو له مخې څېړنې به پر هغو کسانو متمرکزې وي چې ډیر مسوولیت لري او ډیر پام به هغو جرمونو ته کیږي چې ډیر جدي وي.

هغې ا له بي بي سره په یوه مرکې ویلي و د دوی څېړنې به د هغو ټولو ادعا شویو جرمونو په اړه وي چې طالبانو ، افغان او امریکايي ځواکونو کړي دي.

بن سودا تمه ښودلې چې د افغان دولت، د روم تړون د غړو هېوادونو او نړیوالې ټولنې په مرسته په افغانستان کې د شویو جرمونو له قربانیانو سره عدالت وشي.

په روانه افغان جګړه کې ملکي وګړو ته د سر درانه زیانونه اوښتي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما د معلوماتو له مخې تېرکال د ملکي وګړو د مرګې ژوبلې ډیره برخه د دولت ضد وسله والو پر غاړه وه.

د یوناما د شمیرو له مخې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې یو شپیته سلنه د وسلوالو چې ډیره برخه یې طالبان دي، ۲۴ سلنه د دولت پلوو ځواکونو پر غاړه ده ، او لس سلنه یې د ښکیلو له خواوو په جګړه کې وژل شوي دي.

ورته مطالب