چک بند، د ارګوالو پرځای اوس د کلیوالو کورونه روښانوي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
وردګو اوونۍ: د چک برېښنا کوټ بيا رغول

افغانستان د انرژۍ د تولید په برخه کې ځان بسني لپاره پر ۲۷ پروژو کار پیل کړی. په دغو پروژو کې د نوو بندونو جوړول او بیارغول او له باد او رڼا نه نوې کېدونکې انرژي په لاس راوړل راځي.

د بخش اباد، کمال خان، شاه عروس، شورابک، دهلې، چک او پلخمري بندونو رغونه د دولت د پینځه کلن پلان برخه ده.

اولیا اطرافي چې د میدان وردګو د چک بند ته ورغلی، وايي دا بند به له رغونې وروسته د سیمې زرګونو کورنیو ته برېښنا ورکړي.

د میدان وردګو د چک بند څرخونه چې ۷۰ کاله پخوا لګول شوي وو، نور له کاره لوېدلي.

اوس يې د نوي کولو شېبې رالنډې شوې. د برېښنا د دغه بند مشر وايي په څو میاشتو کې به نوي توربینونه او وسایل دلته ولګول شي.

میدان وردګ: اقلیمي بدلون سږ کال د مڼې ګلونه رژولي

د پارلمان پخوانۍ وکیله، اوس د کلیوالو ښځو درملنه کوي

Image caption ښکاري اوس یې ټول پر جوړېدو سلا شوی وي.
Image caption په تېرو پنځلسو کلونو کې ددې بند چارې دوه ځلې وځنډېدې: لومړی دولت پرشا شو. بل وار یې په ۲۰۰۶ کې وسله وال مخالفین خنډ شول.

د چک بند پڅېر په بېلابېلو ولایتونو کې د غټو او وړو بندونو له رغونې ښکاري چې د افغانستان دولت لپاره د طبعي منابعو مهارول مهمه ده.

د میدان وردګو والي ځونډي ګل زماني بي بي سي ته وویل، که څه هم د چک بند تولید لږ دی، خو د هېواد لپاره یې ارزښت زیات دی ـ ځکه برېښنا په کور دننه تولیدېږي او اختیار یې هم د دوی دی:

"دا له یوې تاجکي کمپنۍ سره تړون لاسلیک کړای شو، د دریو کلونو په موده کې به جوړېږي، او د ۹۲۵ میلیونه افغانیو چې تقریبا د ۱۳ یا ۱۴ میلیونه سره برابر دي، دا بند به بیا رغولی کېږي."

په تېرو پنځلسو کلونو کې ددې بند چارې دوه ځلې وځنډېدې: لومړی دولت پرشا شو. بل وار یې په ۲۰۰۶ کې وسله وال مخالفین خنډ شول.

ښکاري اوس یې ټول پر جوړېدو سلا شوی وي.

Image caption د میدان وردګو د چک بند څرخونه چې ۷۰ کاله پخوا لګول شوي وو، نور له کاره لوېدلي.

۷۰ کاله وړاندې د چک بند په لومړي ځل ولسمشرۍ ماڼۍ ته برېښنا ورکوله. خو دا ځل به د ارګ والو پرځای د کلیوالو کورونه روښانه کړي.

په چک ولسوالۍ کې د برېښنا د وېش مسؤول انجنیر محمد ویس وردګ وايي په پام کې ده چې له رغونې وروسته به دا بند دومره وړتیا پیداکړي چې تر شلو زرو کورنیو پوري برېښنا ورورسوي:

"په دې نوي پلان کې هر توربین ۱٫۳ مېګاواټه ظرفیت لري - چې مجموعاً ۳٫۹ مېګاواټه برېښنا به تولید کړي. اوس خو فعلاً هغه زړه شبکه سروې شوې ده، نو دې بازسازۍ کې سب سټېشن (د وېش مرکز) دی، هغه سب سټېشن په بیست هزار تبديلېږي، نو ان شاء الله موږ به شل زره کوره ته برق ورکړای شو."

ځايي خلک وايي کارونه لږ څه ورو روان دي، خو کار بنسټیز ښکاري.

دې چټکتیا ته په کتو، اټکل کېږي د ۲۰۱۸ تر پایه به رغاونه بشپړه شي.

انجنیر احمد ضیاء ‌ذهین، د بند بیارغونې کارونه څاري:

"د ناکال پاک کاري تقریباً پر بشپړېدو ده،کابو ۹۵ سلنه کار یې شوی، راتلونکو لسو ورځو کې به یې دغه پاتې کار هم تکمیل شي. ۶۵٪ ډېزاین یې د اوبو او نرژۍ وزارت ته سپارل شوی دی. او جیو تکنیکل ټوپوګرافي سروې ددې پروژې تکمیل شوي دي... وروسته به یوې کمپنۍ ته قرارداد ورکول کېږي چې توربینونه هم وپېري."

د کورونیو لپاره د چک بند برېښنا یو لوی زېری دی. خو په اوږده مهال کې دا ولایت د صنعت لپاره برېښنا ته اړتیا لري، تر څو سړې خونې او کوچنۍ کارخانې وده وکړي. هغه اړتیا چې دا بند یې لاهم نه شي پوره کولای.

د کورنیو لپاره د چک بند برېښنا یو لوی زېری دی. خو په اوږده محال کې دا ولایت د صنعت لپاره برېښنا ته اړتیا لري، تر څو سړې خونې او کوچنۍ کارخانې وده وکړي. هغه اړتیا چې دا بند یې لاهم نه شي پوره کولای.

Image caption د برېښنا د دغه بند مشر وايي په څو میاشتو کې به نوي توربینونه او وسایل دلته ولګول شي.

افغانستان د کورونو او دفترونو د روښانه کولو لپاره شاوخوا دوه زره مېګارواټه برېښنا ته اړتیا لري او دا غوښتنه کال په کال زیاتېږي، خو د صنعت په برخه کې دغه هېواد ته دوه زره مېګاواټه اضافي برېښنا پکار ده.

اوس مهال په کور دننه څلورسوه مېکاواټه برېښنا تولیدېږي. او افغانستان شاوخوا یولس سوه مېکاواټه اړینه برېښنا له ازبکستانه، ایرانه، ترکمنستان او تاجکستانه واردوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب