افغانستان: پر ځينې خواله رسنیو وړاندیز شوي بندیز ته جدي غبرګون

وآتس اپ د انځور حقوق PA
Image caption داسې ګومان کېږي، چې وسله وال طالبان او نورې اورپکې ډلې د واټس اپ او ټیلیګرام په څېر پیغام استونکې رسنۍ کارووي

افغانستان کې خبریالانو، رسنیزو مرکزونو او د خواله رسنیو کاروونکو د حکومت پر هغې پرېکړې نیوکې کړې، چې ویل کېږي پر واټس اپ او ټیلیګرام انټرنیټي پروګرامونو بندیز لګوي.

ګومان کېږي د دغې چارې هدف د طالبانو او نورو وسله والو ډلو تر منځ د شفري پیغامونو استولو مخنیوی وي، خو تر اوسه داسې کوم ثبوت نه شته چې دغه موقت بندیز دې لګول شوی وي.

کابل پریس کلب نومي رسنیز مرکز په یوه اعلامیه کې ویل:

''کابل پريس کلب په هېواد کې د سلګونو خبريالانو په استازيتوب له افغان حکومت څخه غوښتنه کوي چې د رسنيود سانسور هڅه دې نه کوي، ځکه رسنۍ دي چې د حکومت او ولس تر منځ يې د پول حيثيت در لودلی دی، نو پکار ده چې حکومت او د افغانستان په جکړه کې ښکېلې غاړې د دغه پول په روغ ساتلو کې مرسته وکړي. ''

د اونۍ پیل کې افغانستان کې د مخابراتي اړیکو تنظیم ادارې چارواکو ویلي و، د امنیتي ملحظواتو له کبله یې د خدماتو له وړاندې کوونکو غوښتي و، چې د ۲۰ ورځو لپاره په موقت ډول دغه بندیز عملي کړي.

"خواله رسنۍ د ترهګرو د فعالیت وسیله ګرځېدلې"

د اوباما ټویټر پیغام چې تاریخ کې تر ټولو ډېر لاس پر لاس شوی

د مخابراتو سرپرست وزیر شهزاد اریوبي هم پر فېسبوک یوه خپاره شوي پیغام کې ویلي و، چې تنظیمونکې ادارې د یو شمېر شکایتونو له تر لاسه کېدو ورسته د تخنیکي ستونزو اواري لپاره د تدریجي بندیز غوښتنه کړې.

نوموړي لیکلي:

حکومت د بیان ازادۍ ته ژمن دی او پوهېږي، چې دا زموږ د خلکو بنسټیز مدني حق دی. له ۲۰۰۱ کال راهیسې افغانستان کې د ګرځنده ټیلیفونونو ډېروالی ته د مثبت پرمختګ په سترګه کتل کېږي، خو د سنګالونو او غږ د شفافیت په تړاو یې شکایتونه هم شته.

د فېسبوک، وایبر، واټس اپ مسنجرونو په څېر خواله رسنۍ ګڼ افغانان او افغان سیاسیون کارووي، خو د وسله وال طالبان هم د دغو رسنیو له خدمتونو په خپل انداز ګټه اخلي.

بل لور ته د خواله رسنیو یو شمېر افغانانو له دې کبله هم د بندیز پر وړاندیز نیوکې کړې، چې وايي د شخصي مجازي شبکو ( وې پي این ایس) کاروولو سره په خورا اسانۍ دغه ډول بندیزونه ماتېدلای شي.

د هېواد یوې مشهورې ورځپاڼې مسوول مدیر دغه چاره د وروسته پاتې والي پر لور یو ګام بللی دی او وايي باید مخه یې ونیول شي.

د انځور حقوق .
Image caption د افغان سیاسیونو تر څنګ وسله وال هم له دغه رسنیو کار اخلي

مشهور افغان ورځپاڼه لیکونکي پروېز کاوه بي بي سي ته وویل، افغانانو له ډېرو کلونو وروسته له سانسوره ځان خلاص کړی او اوس به پر خواله رسنیو بندیزونه و نه زغمي: ''

''زموږ د پاڼې په ګډون د ولس غبرګون دا دی، چې مبارزه به کوو، پر خواله رسنیو به هېڅ ډول بندیزونه و نه زغمل شي. ''

نوموړی زیاتوي:

''که طالبان یا بل څوک دغه رسنۍ کارووي، دوی یې باید ومومي، خو 'پر دغو رسنیو ' باید هېڅ بندیز و نه لګول شي، د افغانستان اوسني پرمختګ کې دا موضوع ډېره حساسه ده. ''