حکمتیار: ټاکنو کې یو ډول لاسوهنه هم د منلو نه ده

ګلبدین حکمتیار د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان د حزب اسلامي مشر وايي، افغان حکومت د وخت د کموالي له امله اړ دی چې د ټاکنو کمېسیون همدې اوسنیو غړو سره د ولسي جرګې راتلونې ټاکنې ترسره کړي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار چې نن یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د خپل ګوند طرحه وړاندې کړه وویل، د ټاکنو کمېسیون ته د خپل جوړښت د بدلولو لپاره وخت نه دی ورپاتې.

د حزب اسلامي رهبر د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته په خپلې وړاندې کړې طرحه کې ټينګار کړی چې راتلونکې پارلماني ټاکنې دې د ټاکنو خپلواک کميسیون د اوسنیو غړو لخوا پر ټاکل شوي وخت ترسره شي.

دا لومړی ځل دی چې ښاغلی حکمتیار د ټاکنو خپلواک کمېسیون دفتر ته ورځي. هغه ویلي، په ټاکنو کې یو ډول لاسوهنه هم ورته د منلو نه ده.

د ښاغلي حکمتیار په وینا، که څه هم د ټاکنو کمیسیون غړي د هغه په غیاب کې غوره شوي خو راروانې ټاکنې باید همدوی ترسره کړي.

د حزب اسلامي رهبر په خپله طرحه کې وړاندیز کړی چې د ټاکنو کمیسیون دې د رایې ورکولو اوسنی سیسټم بدل کړي.

افغان حکومت: راتلونکې ټاکنې به له مهال وېش سره سمې ترسره شي

د افغانستان پارلماني ټاکنې راتلونکی کال کېږي

هغه غوښتنه کړې چې رایه دې د یوه ځانګړي نوماند پر ځای د ګوند لخوا کانديد شويو کسانو ته ورکړل شي:

''زه ګومان کوم زموږ طرحه په بشپړ ډول د عملي کېدو وړ او اسانه طرحه ده. هېڅ قانوني ستونزه نه لري. د اساسي قانون له هېڅ مادې سره ټکر کې نه ده. د نه لېږدېدونکې واحدې رایې مسئله هم په دې طرحه کې حل شوې. خلک به د کاندیدانو یوه لیست ته رایه ورکوي چېرې چې یې خپل غوره کاندید پکې موندلای. دا یوه کاندید ته هم رایه ده. هیڅ قانوني ستونزه هم نه رامنځته کوي. ځکه یوه مشخص کاندید ته رایه ده او ترڅنګ به یې داسې یوه کاندید ته رایه وي چې د یوه له ځانګړي حزب له ادرسه کاندید شوی. ''

په دې ورستیو کې یو شمیر سیاسي مخکښو څېرو له حکومته د ټاکنو په کمیسیون کې د بدلونونو غوښتنه کړې او د ټاکنو کمیسیون د غړو په بې پرې والي یې نیوکې کړې دي.

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون مشر نجیب احمدزي چې له ښاغلي حکمتیار سره يې په ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې، ټینګار وکړ چې که بودیجه برابره شي، دوی به رڼې او په ټاکلي وخت ټاکنې ترسره کړي. د ټاکنو خپلواک کمیسون ویلي، پارلماني ټاکنې به د راتلونکي کال د چنګاښ پر ۱۶ نیټه ترسره شي.

ښاغلی حکمتیار دا خبرې په داسې حال کې کوي چې په دې ورستیو کې یو شمیر سیاسي مخکښو څېرو د دغه کمېسون پر کارونو نېوکې وکړې او له حکومته يې وغوښتل چې بدلون پکې راولي، خو د ټاکنو کمېسیون چارواکو په بیا بیا ټینګار کړی چې دوی بې پرې دي او د رڼو ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار چې نن یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د خپل ګوند طرحه وړاندې کړه وویل، د ټاکنو کمېسیون ته د خپل جوړښت د بدلولو لپاره وخت نه دی ورپاتې.

د حزب اسلامي رهبر د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته په خپلې وړاندې کړې طرحه کې ټينګار کړی چې راتلونکې پارلماني ټاکنې دې د ټاکنو خپلواک کميسیون د اوسنیو غړو لخوا پر ټاکل شوي وخت ترسره شي.

دا لومړی ځل دی چې ښاغلی حکمتیار د ټاکنو خپلواک کمېسیون دفتر ته ورځي. هغه ویلي، په ټاکنو کې هر ډول لاسوهنه ورته د منلو نه ده.

د ښاغلي حکمتیار په وینا، که څه هم د ټاکنو کمیسیون غړي د هغه په غیاب کې غوره شوي خو راروانې ټاکنې باید همدوی ترسره کړي.

د حزب اسلامي رهبر په خپله طرحه کې وړاندیز کړی چې د ټاکنو کمیسیون دې د رایې ورکولو اوسنی سیسټم بدل کړي.

هغه غوښتنه کړې چې رایه دې د یوه ځانګړي نوماند پر ځای د ګوند لخوا کانديد شويو کسانو ته ورکړل شي:

''زه ګومان کوم زموږ طرحه په بشپړ ډول د عملي کېدو وړ او اسانه طرحه ده. هېڅ قانوني ستونزه نه لري. د اساسي قانون له هېڅ مادې سره ټکر کې نه ده. د نه لېږدېدونکې واحدې رایې مسئله هم په دې طرحه کې حل شوې. خلک به د کاندیدانو یوه لیست ته رایه ورکوي چېرې چې یې خپل غوره کاندید پکې موندلای. دا یوه کاندید ته هم رایه ده. هیڅ قانوني ستونزه هم نه رامنځته کوي. ځکه یوه مشخص کاندید ته رایه ده او ترڅنګ به یې داسې یوه کاندید ته رایه وي چېد یوه له ځانګړي حزب له ادرسه کاندید شوی. ''

د انځور حقوق IEC
Image caption په دې ورستیو کې یو شمیر سیاسي مخکښو څېرو له حکومته د ټاکنو په کمیسیون کې د بدلونونو غوښتنه کړې

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون مشر نجیب احمدزي چې له ښاغلي حکمتیار سره يې په ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې، ټینګار وکړ چې که بودیجه برابره شي، دوی به رڼې او په ټاکلي وخت ټاکنې ترسره کړي. د ټاکنو خپلواک کمیسون ویلي، پارلماني ټاکنې به د راتلونکي کال د چنګاښ پر ۱۶ نیټه ترسره شي.

ښاغلی حکمتیار دا خبرې په داسې حال کې کوي چې په دې وروستیو کې یو شمیر سیاسي مخکښو څېرو د دغه کمېسون پر کارونو نېوکې وکړې او له حکومته يې وغوښتل چې بدلون پکې راولي، خو د ټاکنو کمېسیون چارواکو په بیا بیا ټینګار کړی چې دوی بې پرې دي او د رڼو ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دي.