د پولیسو خوړو او تدارکاتي ستونزو هواري لپاره پلاوی

پولیس د انځور حقوق Getty Images
Image caption وه اونۍ وړاندې د غور د پولیسو چارواکو ویلي و چې له درېیو میاشتو راهیسې د پولیسو اعاشه بنده شوې وه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پولیسو د خوراکي توکو په وېش او د تدارکاتي ستونزو د همېشني څار او ارزونې په موخه یو پلاوی ټاکلی.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په امر کې ویل شوي، چې ټول والیان او ولایتي پولیس باید د پولیسو د خوړو په وېش او د تدارکاتي ستونزو د دوامداره څار او اروزونې د ټاکل شوي پلاوي سره همکاري وکړي.

د ولسمشر محمد اشرف غني د دې حکم پر بنسټ، په ولایتونو کې، د والي استازی، د څارنوالۍ دوه استازي او د ولسوالۍ د پولیسو مشران د پلاوي غړو کې شامل دي او په ولسوالیو کې ولسوالان د پلاوي مشران او د څارنوالۍ او پولیسو مشران د پلاوي غړي دي.

د پلاوي دغه غړي باید په ټولو ولایتونو کې د پولیسو د خوراک او تدارکاتو کیفیت او کموالي په اړه دوامداره څار وکړي.

د افغانستان د سیمه ایزو ارګانونو اداره هم مکلفه شوې چې د دې پلاوي رپوټ ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کړي.

"امریکا ته د زدکړو لپاره تللي لسګونه افغان افسران بېرته نه دي راستانه شوي"

افغانستان کې پولیس د پلاستیکي وسلو د پلور مخنیوی کوي

ولسمشر محمد اشرف غني وروسته له هغې دې د دې پلاوي د ټاکلو امر کوي چې شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د غور د پولیسو چارواکو ویلي و چې له درېیو میاشتو راهیسې د پولیسو اعاشه بنده شوې وه او پولیس اړ شوي وو چې د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره د ځايي خلکو دروازې وروټکوي.

له هغې یوه ورځ وروسته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بي بي سي ته ویلي و، له همدې کبله د دې ولایت د پولیسو د تامیناتو دوه کارکونکي له دندو ګوښه شوي او څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.

کورنیو چارو وزارت هغه وخت ویلي و چې په غور کې یې د پولیسو د خوراک د کموالي ستونزه حل کړې.

اړونده مطالب