"د کندهار ښاروالۍ کلني عواید ۶۵۰ میلیون افغانۍ ته لوړ شوی"

کندهار
Image caption چارواکي وايي، دغه عواید د سوداګریزو مارکیټونو، هټیو او نورو عایداتي سرچینو څخه راتول شوي دي.

د کندهار ښاروال وایي په روان کال کې یې نژدې ۶۵۰ میلیون افغانۍ عواید را ټول کړي، چې په وینا یې د نورو کلونو پرتله بې ساري دي.

کندهار ښاروالي په ۱۳۹۴ او ۱۳۹۵ کلونو کې یوازي څه باندې ۲۰۰ میلیون افغانۍ عواید را ټول کړي و.

ددغه ولایت ښاروال انجنیر روښان ولسمل په خبره تر کابل وروسته، کندهار ښاروالي د عوایدو په ډېروالي کې دوهم ځای لري.

د هغه په وینا، دغه عواید د یوه منظم او روڼ پلان له مخې د سوداګریزو مارکیټونو، هټیو، کورونو او د کندهار ښار په عمومي دروازو کې د ګاډو څخه راتول شوي دي.

ښاغلي ولسمل چې په کندهار کې یې د ښارونو د نړیوالې ورځې د لمانځنې په غونډه کې خبرې کولې وویل، هڅه یې دا ده چې د غوره پرمختیایې پلان له مخې کندهار ښار ته لا ښه بڼه وربخښي.

هغه وایي، په دغه پلان کې د ښار په هره ناحیه کې د مارکېټونو جوړول، د واټونو رغول او د ښار د ښکلا او زرغونتیا لپاره د کوچنیو پارکونو جوړول شامل دي.

کندهار ښاروال وویل، ددغه کار لپاره به څه باندې ۹۰ میلیون ډالر په راتلونکو دریو کلونو کې په دغه ولایت کې ولګوي، چې د یادو پیسو تر نیمایې زیاته برخه نړیوال بانک ورکوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کندهار ښاروالي د نړیوالو ښاروالیو غړیتوب ترلاسه کړی دی.

خو د کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل د خپلو کارونو پر وړاندي د زورواکو او په یو شمېر سیمو کې د خلکو نه همکاري لویه ستونزه یاده کړه.

د کندهار ښار په ګڼو سیمو کې د ماسټر پلان د پلي کولو لپاره د استملاک لړۍ هم روانه ده، چې د کندهار ښار د یو شمېر سیمو واټونه پراخ شوي او په ځینو برخو کې دوه طرفه جادې جوړې شوې دي.

کندهار ښاروالي د خپلو دغه کړنو او فعالیتونو له کبله د نړیوالو ښاروالیو غړیتوب ترلاسه کړی دی.

اړونده مطالب