د ډیورنډ په اړه د برتانیا سفیر څرګندونو وروسته د ښاغلي اتمر غبرګون

افغان دولت له پاکستان سره خپله پوله، چې ۲۴۰۰ کیلومټر اوږدوالی لري، په رسمیت نه پېژني. د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان دولت له پاکستان سره خپله پوله، چې ۲۴۰۰ کیلومټر اوږدوالی لري، په رسمیت نه پېژني.

له هغه درې ورځې وروسته چې په کابل کې د بریتانیا سفیر د ډیورنډ کرښې په تړاو څرګندونې وکړي، اوس افغان حکومت په دغه هېواد کې له بهرنیو دیپلوماتانو ،غوښتې چې د افغانستان تاریخي او سیمه ییزو ارزښتونو ته په پام سره خبرې وکړ ي.

د افغانستان ملي امنیت شورا په یوې خبرپاڼه کې له بهرینو دیپلوماتانو غواړي، د افغانستان حقوقي او تاریخي مسلو لکه، ډېورند کرښې په تړاو د دغه هېواد دریځ ته درناوی وکړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په افغانستان کې بهرني دیپلوماتان باید د افغانانو تاریخي او ملي ارزښتونه درک او د خلکو حساسیتونو ته په کتو څرګندونې وکړي.

که څه هم د ملي امنیت شورا له خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې د کوم ځانګړي هېواد د دیپلومات نوم نه دی اخیستل شوی، خو تېره اونۍ په کابل کې د بریتانیا سفیر نیکلاس کي له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي و، نړیواله ټولنه د ډېورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي پولې په توګه پېژني.

د برتانیا سفیر: طالبان دې په جګړه کې د بري خوب نه ویني

پر ډېورنډ کرښه د پاکستان پوځ اغزن تار

پاکستان: د ډېورنډ پر ټوله کرښه مو د کټارو لګول نه دي پیل کړي

ښاغلي کي همداراز ويلي و، د پولې خوندي ساتلو په موخه پاکستان حق لري، له افغانستان سره پر پوله اغزن سیم وغځوي.

د برتانیا سفیر بي بي سي ته دا هم ویلي و، چې هېواد یې له پاکستان غواړي په خپله خاوره کې د وسلوالو د پټنځیو او افغانستان ته د هغوی د تګ مخنیوي وکړي.

"پاکستان له خپلې خاورې افغانستان ته د ترهګرو د تګ راتګ په مخنیوي او د دوی د پټنځیو په کمولو سره په ریښتیا په افغانستان کې د تلپاتې سولې په ټینګولو کې مهم رول لوبولی شي. زما په اند افغانستان ته د پاکستان د لوی درستیز وروستي سفر د دې دوو هېوادونو د اړیکو د ښه والي لپاره هیلې پیدا کړې دي".

نیکلاس کي پر ډیورنډ کرښه د پاکستان د ازغن تارغځولو په هکله ویلي، و چې اسلام اباد له خپلې خوښې سره سم د پولې د کنټرولولو لپاره د خپلې پرېکړې حق لري.

د انځور حقوق .
Image caption په کابل کې د برتانیا سفیر نیکلاس کي بي بي سي ته پر ډېورنډ کرښه د پاکستان د ازغن تارغځولو په هکله وویل، چې اسلام اباد له خپلې خوښې سره سم د پولې د کنټرولولو لپاره د خپلې پرېکړې حق لري.

افغان دولت له پاکستان سره خپله پوله، چې ۲۴۰۰ کیلومټر اوږدوالی لري، په رسمیت نه پېژني.

کابل وایي، هغه تړون چې په ۱۸۹۳ کال د افغانستان د هغه وخت پاچا امیرعبدالرحمان خان او د برتانیايي چارواکي سر مورټیمر ډیورنډ تر منځ لاسلیک شوی و، ور ته د منلو نه دی. خو نړیواله ټولنه او پاکستان دغه کرښه د رسمي پوله پېژني.

اړونده مطالب