ناټو: په کندوز کې ولس ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې

د انځور حقوق Getty Images

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د پرېکند ملاتړ بهرني ځواکونه د روانې اونۍ په لومړیو کې د کندوز په چاردره کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله ردوي.

د تېرې یکشنبې په ورځ د کندوز د ولایتي شورا یوه غړي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، چې د چادرې په یوه سیمه کې ۱۴ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي.

له هغه وروسته ناټو وویل چې په دې تړاو پلټنې کوي.

دغو ځواکونو د سې شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په استولو سره ویلي چې د افغان او امریکايي ځواکونو له ګډو پلټنو وروسته دې پایلې ته رسېدلي چې د نومبر پر ۳ او ۴ کومه ولسي مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د ناټو په اعلامیه کې راغلي چې په سیمه کې یې عملیات کړي او ګڼ شمېر وسلوال یې وژلي دي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې په ځايي روغتونونو یا کلینیکونو کې د داسې خلکو درملنه نه ده شوې چې وښيي په تاوتریخوالي کې وژل شوي دي.

خو هغه مهال کندوز د ولایتي شورا غړي مولوي خوش احمد نصرت یار بي بي سي ته وویل په بمبار کې ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

"په ۱۴ وژل شويو کې دوه ښځې دي، درې ماشومان او څو ځوانان دي. ۱۳ ټپیان لرو. "

خو په کندوز کې د افغان کمانډو ځواکونو مطبوعاتي مسوول جاوېد سلیم دا خبره رد کړه او ویې ویل، وژل شوي ټول وسلوال دي.

د ډونلډ ټرمپ د نوې ستراتیژۍ له مخې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو هوايي عملیات ډېر شوي، خو د دې عملیاتو له امله ولسي مرګ ژوبله هم ډېره شوې ده.

ورته مطالب