د روس انقلاب انګازې په افغانستان کې

بالاحصار د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان يوه پېړۍ وړاندې

روس انقلاب په افغانستان کې له هیلو او اندېښنو دواړو سره ملګرې انګازې درلودې: هیلې د شمال له خوا د فشار کمېدو او اندېښنې په کور دننه د ورته کړکېچونو ټوکېدو ته.

افغانستان لږ تر لږه د وروستیو ۵۰ کلو په ترڅ کې په آسیا کې د روس موخو ته د شک په سترګه کتل او سره له دې چې د انګرېز ناسیده ښکېلاک کړاوه، په روس کې یې هم نه یوازې ملګری نه لیده، چې تر انګرېز ورته خطرناک تیریګر ایسېده.

د امیر شېرعلیخان نکل چې د افغان - انګرېز د دویمې جګړې په درشل کې، د روس د مرستو په ژمنه د افغانستان شمال ته ورغلی خو نهیلی پرېښودل شوی و، لا د افغانانانو په حافظو کې تازه و.

له بلې خوا د شېرعلیخان ځای ناستي، امیر عبدالرحمان خان هم چې لس کاله یې د روس د واکمنۍ پر سیمو په جلا وطنۍ کې تېر کړي وو، تر واکمنېدو وروسته خپلو ځایناستو ته پر روس د نه باور ګڼې سپارښتنې پرېښې وې.

امیر عبدالرحمان خان د انځور حقوق .
Image caption امیر عبدالرحمان خان خپلو ځايناستو ته پر روسانو د نه باور سپارښتنه کړې وه

په کابل کې دغه بې باوري د تُرکیې خلاف د روس پرله پسې جنګونو چې د اسلامي خلافت مرکز بلل کېده او د نفوذ پر سیمو له انګرېز سره په ګډه د ایران وېش نوره هم ډېره کړه.

د کابل یواځینۍ ورځپاڼې سراج الاخبار بیا بیا د روسیې د "سېلاب" خطر ته ګوته نیولې" چې د جنوب ټیټو ځمکو ته په رابهېدو دی".

سراج الاخبار آن له خپلو اصولو په سرغړونه له انګرېز نه د روس سېلاب په تمولو کې د مرستې غوښتنه کړې چې که نور نه وي د هند د خوندیتابه له پاره افغانستان ته وسلې او پوځي مرسته ورکړي.

خو کله چې یې په لومړۍ نړیواله جګړه کې د دواړو د ملګرتیا خبر اورېدلی په حیرانتیا او تر څه ځایه یې په پېغور لیکلي دي:

"یو مهال و چې د لندن سیاستوالو د دې له پاره هڅه کوله چې د دې خطرناک سېلاب مخه چې له دوه دریو پېړیو راهیسې یې د هند د ناپایه خزانو لوری نیولی و د ګڼو بندونو او وَرْخونو پرمټ ایسته لرې خواوو ته وګرځوي او د رانژدې کېدو فرصت ورنه کړي" (۴ کال، ۲ ګڼه، ۷ مخ).

او په جګړه کې یې د انګرېز د سختو زیانونو لامل له روسیې سره د لندن په ملګرتیا کې بللی:

"زموږ افسوس پر خپل ملګري انګرېز دولت راځي چې دا ټول فلاکتونه او غمونه یې له روس سره د ناولې ټلوالې له لاسه پرځان راوستي دي" (همدغه ځای).

دې ټولو شکونو ته په پام سره د روس د امپراتوري ځواک هر ډول کمزورۍ په افغانستان کې هیلې ټوکولې. هیلې پر دې چې لږ تر لږه له یوه لوري پرې فشار له منځه ځي. او دغه فشار تشه افسانه نه وه، کابل عملاً د روسیې له تکلونو اندېښنه درلوده.

په یوه برسېره شوي سند کې چې د روس څار تر نسکورېدو وروسته د سراج الاخبار لاس ته ورغلی داسې برېښي چې روسانو له انګرېزانو غوښتي و چې د افغانستان پر شمالي سیمو یې اغېز په رسمیت وپېژني.

دا لیک د سراج الاخبار په لیکنه د نړیوالې جګړې تر پایته رسېدو وروسته د انګرېز او روس ترمنځ د ځمکو او هېوادونو د وېش پر څرنګوالي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي سازانوف له خوا لندن ته استول شوی چې په یوه برخه کې یې راغلي دي:

"امپراتوري دولت هیله من دی چې وروسته دې یې په ایران کې د خپل نفوذ په سیمه کې اقتصادي او مالي اقدامات آزاد او پخپله په همده پورې اړه ولري. له دې سره جوخت امپراتوري حکومت د شمالي افغانستان په مساله کې هیله من دی چې د افغانستان دا مساله هم لکه هماغسې چې تېر کال پرې خبرې شوې دي له پروسږنۍ مانا او هیلو سره سمه غوڅه او سپینه شي. لاسلیک (سازانوف)" (۷ کال، ۱۱ ګڼه، ۱۵مخ).

د روس انقلاب انګازې په افغانستان کې د انځور حقوق Getty Images
Image caption د روسيې د بهرنيو چارو وزير سیرګي سازانوف د خپل هېواد او بريتانيا تر منځ د ځمکې او هېوادونو د وېش په تړاو يو ليک استولى و

د افغانستان او ایران پر سر د روس او انګرېز د پټو معاملو د برسېرېدو په غبرګون کې، سراج الاخبار د خپلې راتلونکې ګڼې مقاله بشپړه د "تمدن په نامه تېریو" ته ځانګړې کړه.

ورځپاڼې په طنز یادونه کړې چې ځینو د "وحشي ختیځ" د "متمدن کولو" له پاره تړونونه کړي، ټلوالپاڼې يې لاسلیک کړې او د ځمکو د وېش پلانونه یې طرحه کړي وو، خو د روس انقلاب دغه خوبونه رېښتیا کېدو ته پرېنښودل:

"ددې قیامت وزمه جګړې پر همدې درې څلورو کلونو کې، چې د تمدن ګرد موظفین د خپلې دندې سرته رسولو - یعنې د عثمانیې او ایران او افغانستان د ځمکو ویشلو ته - په خپلو کې همغږي شول، او ددغې ټلوالپاڼې د تړون شرطونه یې هم جوړ او پاخه کړل، بیا هم پر دغو شرطونو د نړۍ له مخې د اسلامي حکومتونو یومخیزې ورکېدا ته هک پک ودرېدل، له سوچونو او د تړونو له ځير کتنې وروسته، دې پایلې ته ورسېدل چې له نړۍ نه په یو ځل د وحشیانو او نامتمدنانو ورکول شوني نه برېښي." (سراج الاخبار، ۷ کال، ۱۲ ګڼه، ۳ مخ)

خو دا د افغانانو د غبرګون یوه بڼه وه. بله بڼه یې له اندېښنو سره ملګرې وه، چې هسې نه د یوه ځواکمن پاچا پر خلاف د ولس پاڅون په افغانستان کې تکرار شي، په تېره بیا چې د مشروطیت ګونګوسي هم په خپرېدو وو.

د پاچا حبیب الله خان مشر زوی او د سلطنت نایب، سردار عنایت الله خان د حبیبیې ښوونځي زده کوونکو او استادانو ته د وینا پر مهال دغه اندېښنه په دې ټکو څرګنده کړې ده:

"د نړۍ حالات د عبرت هېنداره ده؛ تاسې ته ګنې نه برېښي؟ له کله نه چې د روسیې ملت له خپل سرافسر نه لاس واخیسته. سلطنت یې وبایله چې د اطاعت له واټه یې راستانه شول، پر سر وښویېدل! نن تر هغوی بل ګډوډ ولس نه شته؛ سوچ وکړئ عبرت واخلئ، د خپل پاچا درناوی وکړئ! سپېڅلی یې وبولئ!" (سراج الاخبار، ۷ کال ۸ ګڼه ۳مخ).

پښتو مقالې‍
Image caption شهزاده عنایت الله اندېښمن و چې د روسيې حالت په افغانستان کې تکرار نشي.

افغانان د روس له انقلابه کله او څنګه خبر شول؟

د روس څار د ۱۹۱۷ کال په هماغه پیل کې واک د هغه څه په پایله کې وبایله چې روسان یې د "فیورال انقلاب" بولي. دا د فبرورۍ ۲۳ نېټه وه چې د نوي کلیز (جنترۍ) له مخې د مارچ له اتمې سره سمېږي. او ټیک د همدغې نېټې په ګڼه کې، یعنې د انقلاب د پېښېدو په ورځ، سراج الاخبار خپلو لوستونکو ته دا خبر په دې ټکو ورساوه:

"(دا خبر) زموږ د ورځپاڼې د چاپ پر مهال رارسېدلی: روس ملت ... لوی انقلاب وکړ. پوځي سرتېرو هم له ملت سره لاس یو کړی د روس څار [پاچا*] د نیولو او وژلو له پاره یې برید وکړ. روس څار تښتېدلی او بېخي جوته نه ده چې چېرې دی. او لنډه دا چې په روس کې یو ډېر ستر خراب انقلاب پېښ شوی دی چې له جرمن سره یې جلا سوله له ګردو نخښو برېښي. جزییات یې په راتلونکې ګڼه کې" (۶ کال، ۱۵ ګڼه، ۱۵ مخ).

د هغه مهال ارتباطي وسایلو ته په پام سره دا احتمال نه برېښي چې د ډېرو وروسته پاتې امکاناتو درلودونکې یواځینۍ افغان ورځپاڼه دې په دې بریالۍ شوې وي چې له روس پلازمېنې (پتروګراد) نه په هماغه ورځ د پېښې خبر تر لاسه کړي.

که څه هم افغانستان دغه مهال ټېلېفون درلود، او ځينې کورني خبرونه پر ټېلېفون ټول شوي، خو شک دی چې همدغه کار دی د بهرنیو خبرونو د ټولولو په برخه کې هم شوی وي. ډېر احتمال دادی چې دغه ګڼه سره له دې چې د مارچ ۸ نېټه پرې وهل شوې، څو ورځې وروسته چاپ شوې وي.

زوړ ټیلیفون د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ټيليفون لومړنۍ بڼه چې د اکتوبر انقلاب پر مهال په افغانستان کې هم کارېده

وروسته ورو ورو د هند له لارې د روسیې په اړه خبرونه لږ شوي او آن سانسور شوي، او ځکه سراج الاخبار دغه تشه د ایران له لارې په ځنډ رسېدلو خبرونوماته کړې ده.

د انګرېزانو له خوا د روس پر خبرونو بندیز ته داسې ګوته نیسي:

"د روس حکومت د انقلاب خبرونه پرله پسې د هندوستان د سانسور پر لار را درومي! له هغو نه په لنډو داسې برېښي چې دا انقلاب د تېرو انقلابي هڅو غوندې نه دی. ډېر یو بنسټیز انقلاب دی چې له ډېرې مودې په یوه پاخه او ټینګ بنسټ د ډېرو هوښیارو او پوهو کسانو له خوا برابر شوی او چمتو شوی دی. د عسکري او ملکي برخو په پیوستون کې یې داسې پاخه او بنسټیز تشبثونه او اقدامونه کارولي وو چې روسي څار حکومت پرې بېخي پوی شوی نه و"(۶ کال، ۱۷ ګڼه ۱۴ مخ).

د اکټوبر د انقلاب په اړه چې د ولادیمیر اولیانوف (لنین) په مشرۍ بلشویک ګوند وکړ، لومړنی مطلب تر پېښې درې اوونۍ وروسته په سراج الاخبار کې راڅرګند شوی دی. په مطلب کې له پخواني انقلابي حکومت سره د نوي حکومت توپیرونه یاد شوي او مهمه ځانګړتیا یې دا ښودل شوې چې ژر به له جرمن سره جلا سوله وکړي.

همدغلته په لومړي ځل د لنین نوم هم راغلی خو په تېروتنه د هغه له یوه بل ملګري (تروڅکي) سره ګډ شوی او یو نوم ترې جوړ شوی دی، لکه چې لیکي:

"میوسیو (لنین تروتسکي) پتروګراد د خپل حکومت مرکز ټاکلی؛ د اساسي قانون له مخې یې جمهوریت اعلان کړی". (۷ کال، ۸ ګڼه، ۱۵ مخ د ۱۹۱۷ د ډسمبر ۱).

تروڅکي او لنین د انځور حقوق Keystone
Image caption تروڅکي او لنین

سراج الاخبار ظاهراً د بلشویکانو واکمني تر ها نورو انقلابیانو غوره بللې، لږ تر لږه له دې امله چې له جرمن سره به یې ژر سوله، پر انګرېزانو د جګړې فشار ډېر کړي او د افغانستان غوندې هېوادونه به دا وس ومومي چې بشپړه خپلواکي وغواړي.

په یوه مقاله کې یې آن د کمونستانو لیدلوری او ادبیات خپل کړي او د "زیار ایستونکو" د تاریخي ونډې او زور په اړه غږېږي:

"وګورئ، واورئ، ولولئ چې د (خواریکښو) ډلې پر دې مهال او زمان د نړۍ خورا ستر دولتونه لګیا دي په انقلابي رېږدېدا او د اړودوړ په زیانمنېدا اخته کوي! هر څه چې دوی وایي، هر لوري ته چې هغوی درومي، هرې خوا ته چې هغوی مخ اړوي هماغه اورېدل کېږي، عمومي افکار هماغه لوري ته په خوځېدو، عمومي پام هماغه لوري ته په ځغلېدو راځي!" (۷ کال، ۹ ګڼه، ۱۰ مخ).

د اکټوبر تر انقلاب وروسته سراج الاخبار ډېره ونه پایېده او په یوه کال کې له منځه ولاړ. حبیب الله خان هم چې له انګرېزانو نه د بشپړې خپلواکۍ د نه اعلانولو پر سر له کرکې سره مخامخ و، د ورځپاڼې تر بندېدو دوه میاشتې وروسته ووژل شو. او افغانستان لکه هماغسې چې د سراج الاخبار او طرزي هیله وه، په یو نیم کال کې له انګرېزانو بشپړه خپلواکي اعلان کړه. او چا لومړی په رسمیت وپېژانده: بلشویکي انقلابي روسیې چې اوس "د شوروي سوسیالستي جمهوریتونو اتحاد" بلل کېده! (پای)