د میدان وردګ والي: په ډله ییز برید کې یواځې وسلوال وژل شوي

د انځور حقوق FB
Image caption د میدان ورګ والي ځونډي ګل زماني.

په میدان وردګ کې چارواکي وايي، د چهارشنبې په ماښام د دغه ولایت د سید اباد ولسوالۍ په توپ دښته کې د امنیتي ځواکونو پر مرکز ډله ییز برید کې یواځې وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې.

والي ځونډي ګل زماني له بي بي سي سره خبرو کې وویل، چې په برید کې امنیتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

"برید د ماښام مهال اووه بجې شوی، برید داسې پلان شوی و چې یو موټر کې سپاره مخالفان د یو یا دوو ځانمرګو له خوا بدرګه کېدل، خو د پولیسو اوامنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول، دوی هدف ته ونه رسېدل".

د نوموړي په خبره، افغان ځواکونه دغه مرکز ته د وسلوالو له ور تګ خبر و، ځکه کمین کې ورته ناست و:

"مرکز ته له ننوتلو مخکې ور سره جګړه پیل شوه، ان لومړي قراول ته له رسېدلو مخکې ځانمرګي ووژل شول او په څلوېښ تو دقیقو کې وسلوالو ماتې وخوړه".

د هغه په خبره، دوه ځانمرګي معلوم دي چې وژل شوي دي:

"د نورو وسلوالو د مړیو ټوټې پرتې دي، شمېر یې کره نه معلومېږي، خو ګومان کېږي چې له لسو تر پنځلسو کسانو په دې برید کې برخه درلوده".

خو د میدان وردګ د والي ویاند عبدالرحمان منګل د بي بي سي خبریال اسدالله جلالزي ته ویلي، چې د جګړې ډګر کې د دوو وسلوالو مړي پاتې دي.

د هغه په خبره، کله چې وسلوال د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول، نور له سیمې په تیاره کې ووتل.

وسلوالو طالبانو رسنیو ته استولې اعلامیه کې ویلي چې ډېرو امنیتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د پولیسو روزنځی

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption د برید پر مهال تر دوه نیم زرو سرتېري په روزنځي کې و.

د سید اباد ولسوالۍ په توپ دښته کې د امنیتي ځواکو روزنځي کې تر دریو زرو کسان روزل کېږي.

والي زماني وايي، دمګړۍ هم په دې مرکز کې تر دوو زرو ډېر ځواکونه روزل کېږي.

"دلته یواځې د میدان وردګ لپاره نه، بلکې د نورو ولایتونو لپاره هم پولیس روزل کېږي".

د هغه په خبره، له شپږو کلونو ر اهیسې دا مرکز جوړ شوی دی او د امنیتي ځواکونو د روزنې په برخه کې فعالیت کوي.

د امنیتي ځواکونو پر مرکزونو بریدونه

د انځور حقوق AFP
Image caption وسلوالو طالبانو تېره میاشت، پکتیا، غزني او کندهار کې د پولیسو پر مرکزونو بریدونه وکړل.

د تېر اکټوبر پر ۱۹ وسلوالو طالبانو د کندهار په میوند ولسوالۍ کې هم د امنیتي ځواکونو پر یو مرکز ډله ییز برید وکړ.

په هغه برید کې تر ۴۳ امنیتي سرتېري ووژل شول.

له هغه دوه ورځې مخکې وسلوالو د غزني په اندړ ولسوالۍ کې ۲۵ سرتېري او ولسي وګړي او د پکتیا مرکز ګردېز کې ۴۱ ولسي وګړي او سرتېري ووژل او ډېر نور یې ټپیان کړل.

ورته مطالب