هلمند کې د سرحدي ځواکونو پر کنډک برید شوی

.

د هلمند مرکز لښکرګاه اړوند د درېیمې امنیتي حوزې په بولان سیمه کې د سرحدي ځواکونو پر دوهم کنډک موټر بم - ځانمرګی برید شوی دی. د هلمند د امنیتي چارواکو په خبره، برید نن جمعه د نومبر ۱۰مه سهار نهه بجې شاوخوا شوی دی.

په هلمند کې د سرحدی ځواکونو د درېیمي لوا قومندان ظاهر ګل مقبول بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل، په پېښه کې پنځه سرتېري ټپیان شوي او یو سرتېری نادرکه دی.

د نوموړي په خبره، ځانمرګي بریدګر په مازدا ډوله موټر کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو او موټر یې د سرحدي ځواکونو د کنډک له لومړي قرول سره جنګولی دی.

ویل کېږي، په مازدا ډوله موټر کې چاودېدونکي توکي د پنبې تر ډنډرو لاندې ځای پر ځای شوي وو. خو د هلمند والي ویاند عمر ځواک بیا بي بي سي ته وویل، په یاد ځانمرګي موټر بم برید کې یو پولیس وژل شوی او اته نور ټپیان دي.

Image caption ویل کېږي چاودېدونکو توکي په مازدا ډوله لارۍ کې ځای پر ځای شوي وو

په هلمند کې د ایمرجنسي روغتون چارواکو هم بي بي سي ته ویلي، له پېښې اته ټپیان او یو وژل شوی ور وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې به خپرولو د برید مسوولیت منلی او د کنډک د ویجاړتیا او زیات شمېر مرګ ژوبلې ادعا یې کړه ده.

ورته مطالب