د افغانستان په اړه د سیمه ییزې همکارۍ کانفرانس پیل شو

Image caption په دې کانفرانس کی د افغانستان د سوداګرۍ - اقتصاد - د نشه یي توکو په وړاندی د مبارزې او د ښځو د چارو وزیرانو هم ګډون کړی.

د افغانستان په اړه د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ (رکا) اووم کانفرانس نن(سې شنبه د نومبر ۱۴) د ترکمنستان په پلازمینه عشق اباد کې پيل شو.

په دې کانفرانس کې د سیمې او نړۍ د ۴۴ هېوادونو او ۳۸ نړیوالو ټولنو استازو او چارواکو ګډون کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وایي چې د دې کانفرانس په لومړۍ ورځ درې جلا پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي.

* هند افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو مرسته اعلان کړه

* هند په لومړي ځل د چابهار له لارې افغانستان ته غنم ولېږل

د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په وړاندې د خنډونو ارزول به د لومړۍ غونډې موضوع وي.

دویمه مهمه غونډه چې افغان چارواکي یې د رکا په تاریخ کې نوې پيښه ګڼي د سیمې په کچه د سوداګرۍ په ډګر کی د ښځو د وړتیا د لوړولو په اړه مهمه ګڼل کېږي.

د افغانستان لومړۍ میرمن رولا غني چې پرون عشق اباد ته رسیدلې دې غونډې ته وینا کوي.

په دې کانفرانس کی د افغانستان د سوداګرۍ - اقتصاد - د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې او د ښځو د چارو وزیرانو هم ګډون کړی.

مهمې پرېکړې

v

په عشق اباد کې د ښځینه صنعت کارو د لاسي صنایعو د نندارتون پرانیستل به د دغه کانفرانس د لومړۍ ورځې بل پروګرام وي.

یو شمیر افغان مېرمنو د افغانستان له مختلفو سیمو خپل تولید توکي دغه نندارتون ته وړي دي.

* "افغانستان د پاکستان له اقتصادي اغېز په وتو دى"

* پر ایران بندیزونه؛ هند ته د چابهار پراخولو خنډونه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو بي بي سي ته ویلي چی ټاکل شوې سبا د دې کانفرانس په دویمه ورځ د یوه پریکړه لیک په ترڅ کې مهمې پریکړې اعلان شي

تراوسه د دغو پریکړو جزییات نه دي خپاره شوي خو افغان چارواکي وایي تمه کېږي د هغو بحثونو او خبرو اترو په پام کې نیولو سره چې نن ترسره کیږي سبا ځینی داسې تړونونه لاس لیک شي چې په نتیجه کې یې د سیمې د هېوادونو ترمنځ سوداګریز اړیکي تر پخوا اسان او پراخ شي.

رکا کانفرانسونه

د انځور حقوق .
Image caption رکا له ترکمنستان د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګاز نللیکې او نورې سیمه ییزې پروژې پلي کېدل هم غواړي.

د افغانستان په تړاو د سیمه ییزې همکارۍ کانفرانس (رکا) په لومړی ځل په ۲۰۰۵ کال کی ترسره شو.

دغه کانفرانس تراوسه نوي ډیلي - اسلام اباد - دوشنبه - استنانبول او دوه ځله په کابل کی جوړ شوی دی.

چارواکي دا کنفرانس داسې یوه پروسه ګڼي چې موخه یې په سیمه کې د اقتصادي همکارۍ پراختیا ده.

رکا دا راز هغه پروژې خپل لومړیتوبونه بولي چې د افغانستان په مرکزیت په سیمه کی ترسره کیږی.

د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګاز د لیږدولو پروژه (تاپی) - افغانستان او پاکستان ته د قرغزستان او تاجکستان د برښنا د لیږدولو پروژه کاسا ۱۰۰۰ - او د چابهار ترانزیت لار پلي کول د دی لومړیتوبونو په کتار کې راځي.

ورته مطالب