ارګ: د احمدزي ګوښه کولو پرېکړه ټاکنیز کمېسیون کړې ده

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
"د ټاکنیز کمېسیون لپاره نوی مشر غوره کېږي"

په داسې حال کې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر نجیب الله احمدزي بي بي سي ته ویلي، د ولسمشر له خوا له دندې د نوموړي لیرې کېدل ناقانونه عمل دی، د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د ښاغلي احمدزي د لیرې کولو پرېکړه یې د ټاکنیز کمېسیون د پرېکړې پربنسټ کړې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي رسنیو ته په یوه استول شوي وېډیويي کلیپ کې ویلي، له اړوندو بنسټونو یې د ښاغلي احمدزي پرځای د نوي کس د معرفي کولو غوښتنه کړې ده.

"ولسمشر ناقانونه کار کړی"

د افغانستان ولسمشر د یوه حکم په بنسټ ددې هېواد د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر نجیب الله احمدزی له دندې ګوښه کړی. پر هغه د کمکارۍ نیوکې وې، خو ښاغلي احمدزي بیا د ولسمشر دا کار د قانون خلاف بللی.

دا کار داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د کمېسیون د غړو ترمنځ د اختلافونو په اړه راپورونه هم ورکړل شوي دي. ښاغلي احمدزي زموږ له همکار عبیدالله حسام سره په مرکه کې ټینګار کړی چې دی به د تېر په څېر خپله دنده پاتې شي او د مشرتابه په توګه به د ټاکنو د کمېسیون چارې پرمخ بیايي.

د ولسمشر په فرمان کې اړوند ادارو ته ویل شوي، چې د نویو کاندیدانو نوملړ د کمېسیون غړیو ته وسپاري. ښاغلی احمدزی یو کال مخکې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غړو له لوري ټاکل شوی و.

د ولسمشر غني د حکومت له لومړي سره د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون کې د اصلاحاتو خبرې کېدې او له ډېر مودې ځنډ وروسته د کمېسیون نویو غړیو پر کار پیل وکړ.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
احمدزی: "ولسمشر زما لیرې کولو سره د قانون خلاف کار کړی"

د ۲۰۱۶ کال نومبر کې د افغان ولسمشر له لوري د ټاکنو کمېسون او د ټاکنیزو شکایتونو ارزونې کمېسون کمېشنرانو له ټاکل کېدو وروسته افغان مشرتابه ویلي و، ټاکنیز سمونونه او د نویو ټاکنیزو کمیسیونونو رامنځ ته کول د ملي یووالي د حکومت د هوکړې له اصلي مادو څخه وو، چې په وینا یې د ملي یووالي حکومت مشرانو یوه ژمنه عملي شوه.

د افغانستان پارلماني ټاکنې راتلونکی کال کېږي

د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړیتوب کاندیدانو نوملړ ولسمشر ته سپارل شوی

د کاندیدانو غوراوي کمېټې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه تقنیني فرمان پر بنسټ د سترې محکمې، بشري حقونو خپلواک کمېسیون، د اساسي قانون پلي کېدو څار کمېسیون، د مدني ټولنې یوه استازي او د ښځو حقونو فعالانو د یوه استازي په ګډون د غوراوي یوه کمېټه جوړه کړې.

اوسمهال د سترې محکمې غړی د دغې کمېټې مشر، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون استازی ضیاء لنګري، د اساسي قانون پلي کېدو د څار کمېسیون استازی عبدالله شفایي، د مدني ټولنې استازی یوسف رشید او د ښځو حقونو مدافع فعالانو استازې ماري اکرمي د دغې کمېټې غړي دي.

د انځور حقوق VPO

دغه کمېټه د کاندیدانو اسناد ارزوي او د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړیتوب لپاره د اوو او د ټاکنیزو شکایتونو ارزونې کمېسیون لپاره د ۱۵ کاندیدانو نوملړ ولسمشرۍ مقام ته لېږي.

د افغانستان د تېرو ولسمشریزو ټاکنو تر کړکېچ وروسته، د ټاکنیزو کمیسیونونو اصلاح د نړیوالو یوه لویه غوښتنه هم بلل کېده.

ورته مطالب