سحر ملکزۍ: موسیقۍ نوې نړۍ سره اشنا کړم

.
Image caption د کلي له چاپیریاله راووتم، له نوې نړۍ سره بلده شوم

د افغانستان د موسیقۍ انسټیټوټ شپاړلس کلنه زدکړیاله سحر ملکزۍ وایي غواړي نړۍ کې د موسیقۍ ستره استاده شي.

سحر، پنځه کلنه وه چې کورنۍ یې د پاکستان له کډوالۍ د ننګرهار ښیوې ولسوالۍ ته بیرته راستنه شوه .

وایي اقتصادي ستونزې او بې وزلي د دې لامل شوه چې کورنۍ یې په کابل کې یوه روزنتون ته ور وپیژني هماغه و چې ننګرهار یې پریښود او له مور او پلاره یې جلا ژوند پیل کړ .

سحر له هماغه روزنتونه د موسیقۍ انسټیټوټ ته ور وپیژندل شوه او دې د افغاني موسیقۍ سورني ته ورته اله (کلرنېټ) غږول پیل کړل چې غږ یې شپېلۍ ته هم پاتې کېږي.

اغلې سحر له شپږو کلونو له ګڼو نورو نجونو سره چې له بیلابیلو ولایتونو دې، د افغانستان د موسیقۍ انسټیټوټ کې زدکړې کوي.

سحر ملکزۍ بي بي سي ته وویل، له مور پلاره لرېوالی ورته ستونزمن و، خو په خبره چې ژوند یې ور سره بدل شو:

"د کلي له چاپیریاله راووتم، له نوې نړۍ سره بلده شوم."

د انځور حقوق Marin Raguz
Image caption د افغانستان د موسیقۍ انسټیټوټ غړي

سحر وايي، که یې د ژوند له سختیو سره مبارزه نه وای کړې، اوس به یې د زرګونو نورو ماشومانو په څېر د سړک په سر توکي خرڅول یا به یې نور درنو کارونو سره سروکار و.

بهرني هنري سفرونه

اغلې ملکزۍ بي بي سي ته وویل، د نړۍ شپږو هیوادونو امریکا، سویس، ترکمنستان، دوبۍ، جرمني او جاپان ته یې هنري سفرونه کړي په نږدې راتلونکې کې هند ته هنري سفر لري چې دمګړۍ یې له خپلو همټولګیوالو سره په تمرینونونو بوخته ده:

"هیله لرم د نړۍ په کچه د موسیقۍ ستره استاده شم، که امن او ارامي راشي غواړم خپل کلي ته لاړه شم او هلته ماشومانو ته د موسیقۍ یو ښوونځی جوړ کړم."

د سحر ملکزۍ په خبره، اوس یې دا وس موندلی چې له خپلو هنري فعالیتونو د خپلې کورنۍ د نورو غړو لاسنیوی وکړي.

د نوموړې په خبره، خپل وروڼه او خویندې یې ښوونځي تلو ته هڅولي دي.

سحر اوس هم په روزنتون کې اوسېږي او له سهاره تر ماسپښینه د موسیقۍ زدکړې کوي.

Image caption د سحر په خبره، ټولګيوالې یې تر ډېره له دې سره ورته برخلیک لري

د هغې په خبره، د ډېرو ټولګیوالو برخلیک یې دې ته ورته دی؛ بې سرپرسته دي یا یې کورنۍ اقتصادي ستونزې لري.

د افغانستان د موسیقۍ انسټیټوټ په ۲۰۱۱ کال کې جوړ شوی دی.

چارواکي یې وایي اوسمهال په دې ځای کې ۲۵۰ زدکونکې د موسیقۍ بیلابیلو برخو کې زدکړې کوي چې ۷۵ هغه یې نجونې دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب