سولې ته د جګړې قربانیانو هیلې

سولې ته د جګړې قربانیانو هیلې

د افغانستان د سولې شورا وایي، له طالبانو او نورو ډلو سره د روغې جوړې د خبرو د پيل لپاره هېڅ شرط نه لري. د دې شورا د دارلانشا مشر اکرم خپلواک په دې وروستیو کې، په جلال اباد کې، له قومي مشرانو او ولسي خلکو وغوښتل چې منځګړيتوب وکړي.

که څه هم د افغان حکومت د روغې جوړې په هکله باورونه سره ويشلي، خو د جګړې قربانيان د سولې راتللو ته خوښي ښي. زموږ همکار ذبيح الله رحيمزی له جلال اباده د جګړې د قربانیو کورنيو ته ورغلی او دا راپور يې رالیږلی.