افغانستان: ۹۵ سلنه درمل له بهره راوړل کېږي

د انځور حقوق Getty Images

افغان چارواکي وايي، هېواد کې دننه د کارېدونکو درملو يوازې ۵ سلنه درمل یې په افغانستان کې تولیديږي او ۹۵ سلنه له بهره راوړل کېږي.

د افغانستان عامې روغتیا وزیر فیرروز الدین فیروز وايي، پر ځان د بسيا کېدو او کیفیت لرونکو درملو ترلاسه کولو لپاره اړتیا ده، چې په کور دننه د تولید برخه کي پانګونه وشي.

نوموړي کندهار کي د ۱۵ میلیونو ډالرو په لګښت د درملو د تولید یوې فابریکې د بنسټ ايښودلو پر مهال دغه څرګندونې کړې.

د انټي بیوټیک درملو جوړول ولې سخت دي؟

"هرو پنځو ساعتونو کې یو افغان ماشوم د سینه بغل له کبله مري"

افغانستان کې ځوانان او کوچنیان هم پر شکر ناروغۍ اخته کېږي

ښاغلي فیروز همداراز وویل، په دغه ولایت کي د درملو او خوراکي توکو د کیفیت ازمویلو لومړني لابراتوار د بنسټ ډبره هم ایښوول شوې.

هغه وویل، هېواد ته له نورو هېوادونو د ټیت کیفیت لرونکو درملو او خوراکي توکو واریدېدو د مخنیوي لپاره باید د نورو ګامونو تر څنګ دافغانستان په زونونو کي لابراتوارونه هم رامنځته شي.

دغه لابراتوار، چي نژدي ۱۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي د کندهار ښار په عینو مېنه سیمه کې به د ۱۸ میاشتو موده کې جوړ شي.

د روغتیا وزیر وویل، په افغانستان کې د درملو واریدونکي ۱۰۰۰ شرکتونه دي، چې کاري جواز نه لري او لویه برخه یې په کندهار کي فعالیت کوي .

د انځور حقوق AFP/GETTYIMAGES
Image caption وزیر وویل، هېواد ته له نورو هېوادونو د ټیت کیفیت لرونکو درملو او خوراکي توکو واریدېدو د مخنیوي لپاره باید د نورو ګامونو تر څنګ دافغانستان په زونونو کي لابراتوارونه هم رامنځته شي.

نوموړي د کندهار له سیمه ییزي ادارې وغوښتل، چې د دغو شرکتونو د فعالیت مخنیوی باید وکړي.

روغتیا وزیر د کندهار میرویس روغتون کې د ۱۵ میلیونو افغانیو په لګښت د پښتورګو د ناروغیو درملیز مرکز پرانیستنه هم وکړه.

اړونده مطالب