د خوست هوايي ډګر

د خوست هوايي ډګر

د افغانستان په خوست ولایت کې د ملکي هوايي ډګر د جوړېدو چارې په بشپړېدو دي او همدا تېره اوونې پرې یوې الوتکې ازمايښتې ناسته هم کړې.

د ملکي هوایي چلند اداره وایي، دغه هوایي ډګر به درې میاشتې وروسته بشپړو الوتنو ته چمتو شي. د خوست پر هوايي ډګرچې ځغاسته لیکه یې نژدې درې کیلومتره اوږده شاوخوا ۷۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

سیمه ییز خلک وايي، دا هوايي ډګر به د خوست هغو لسکونو زره مسافرو ته د سفر اسانتیاوې برابرې کړي چې خلیج هېوادونو کې کار کوي.