محقق: بهرنيو جگړو ته ځواک لېږل نه د حکومت تگلاره ده او نه زما

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د محمد محقق څرګندونې

د افغانستان د اجراییه ریاست مرستیال خپلې وروستۍ ناندره ییزې څرګندونې د ده شخصي نظر وباله. محمد محقق له بي بي سي سره په مرکه کې د هغو څرګندونو سپیناوی کاوه چې تېره اوونۍ یې په ایران کې د شیعه ګانو یوې مذهبي ناستې ته کړې او د هغو افغان جنګیالیو ستاینه یې کړې وه چې په عراق او سوریه کې د داعش خلاف جګړې ته استول شوي دي.

ښاغلی محقق وايي، ايران کې يې د څرگندونو موخه د افغانانو په گډون یوازې د هغو جنگياليو ستاينه وه چې د داعش په ماتې کې يې ونډه درلوده.

د ښاغلي محقق څرګندونو ته په افغانستان کې یو شمېر دولتي چارواکو او عامو خلکو غبرګون وښود. اجراییه رییس عبدالله عبدالله وویل، د دولت سیاست دا دی چې د هېڅ هېواد جګړو کې د خپلو اتباعو ښکېلېدل نه غواړي.

ښاغلی محقق ټينگار کوي چې د نورو هېوادونو جگړو ته ځواک استول نه د دۀ تگلاره ده او نه هم د افغان حکومت.

عبدالله: د نورو هېوادونو په جگړو کې د افغانانو ښکېلتيا د حکومت تگلاره نه ده

ایران دې د جګړې لپاره د "افغان ماشومانو ګومارلو لړۍ ودروي"

محمد محقق وویل د سوریې د جګړې په اړه یې دریځ له حکومت سره توپیر نه لري او تش یې هغه کسان ستایلي چې د داعش خلاف جګړو ته تللي دي.

''د کنفرانس بحث پر تکفیریانو ورټول و، چې داعش و. دا ناسته په عراق او سوریې کې د داعش له ماتې سره هم مهاله وه. داعش په الرقه او موصل کې خپل مرکزنه بایللي وو، نو د داعش پر ماتې د خوښۍ او رضایت څرګندولو په لړ کې خبره پر دې راغله، ټولو هغو کسانو چې د دغې بشریت ضد ډلې په له منځه وړلو کې یې هڅه کړې وه، د هغوی مو ستاینه وکړه، نو په دې کې یو شمېر افغانان هم راغلل، چې هلته تللي، البته هغوی د افغانستان د سیاست له مخې هلته نه دي تللي، خو دا چې د داعش ماتې کې یې ونډه لرله، د هغوی یادونه هم وشوه. ''

ښاغلي محقق په تهران کې د هغې وینا پر مهال هغه ایرانی جنرال د اسلام د مېړني سردار په نامه ستایلی و چې افغانان او د نورو هېوادو وګړي یې په سوریه کې جنګولو ته تنظیم کړي او استولي دي. ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اجراییه رییس عبدالله عبدالله وویل، د دولت سیاست دا دی چې د هېڅ هېواد جګړو کې د خپلو اتباعو ښکېلېدل نه غواړي.

محمد محقق همداراز زیاته کړې وه، چې سوریه کې جګړه د د ده په وینا د اسلام، کفراو استکبار تر منځ جګړه وه خو اوس نوموړی وايي، د نړېوال استکبار نه يې موخه داعش او د داعش پلويان و. د استکبار ټکى په ايران کې تر ډېره امريکا او ملگرو هېوادونو ته يې کارېږي.

ارګ هم په نورو هېوادو کې د نورو په ګټه د افغانانو جنګول ناوړه او د غندنې وړ وبلل.

اړونده مطالب