افغان حکومت د تېلو نامعیاري پمپونو د تړلو گواښ کړى

تېل پمپونه د انځور حقوق Getty Images
Image caption اجراييه ریاست وايي افغانستان کې جوړ شوي پمپونه له اړتیا زیات دي

افغان حکومت د نامعياري تېل پمپونو څښتنانو ته يو مياشت وخت ورکړى چې خپل تېل پمپونه له معيار سره برابر کړي، که نه وبه تړل شي.

د افغان حکومت دا گام وروسته له هغه مخې ته راځي چې په افغانستان کې د شته نامعياري تېل پمپونو په تړاو شکایتونه پورته شول.

د اجرايیه ریاست مطبوعاتي چارواکي فریدون خوځون بي بي سي ته وویل، سربېره پردې حکومت پرېکړه کړې چې نويو جوړېدونکو تېل پمپونو ته د جواز ورکړې چاره وځنډوي.

ښاغلى خوځون وايي "اجراييه رییس د تیلو پمپونو د نویو جوازونو د ورکړې د ځنډولو غوښتنه کړې، ځکه په افغانستان کې جوړ شوي پمپونه له اړتیا زیات دي."

د انځور حقوق Alamy
Image caption ښاغلی خوځون وايي حکومت پرېکړه کړې چې نويو جوړېدونکو تېل پمپونو ته د جواز ورکړې چاره وځنډوي

نوموړی زیاتوي، د تېل پمپونو ارزونې لپاره د اجراييه رياست د لومړي مرستيال په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي موندلې په ټول افغانستان کې له ۷ تر ۱۰ معیاري پمپونه شته، د افغان حکومت د نوې طرحې په پلي کولو د هغو تېل پمپونو د معياري کولو هڅه هم کوي چې د معياري کېدو وړ دي.

خو د سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي بیا وايي، په افغانستان کې د معیاري تېل پمپونه شمېر تر هغه لوړ دى چې اجراییه ریاست يې يادوي.

د افغانستان نورم او سټنډرډ ادارې مشر ولید تمیم ولید بي بي سي ته وویل، په افغانستان کې له ۳۰۰۰ پورته تېل پمپونه فعالیت کوي چې له ډلې یې یوازې ۳۷۰ په کابل کې دي.

نوموړي زیاته کړه، د دوی د ارزونې له مخې د کابل ښار له سرای شمالي سیمې د خیرخانې کوتل تر وروستیو ۸۰ تېل پمپونه شته چې له ډلې یې ۱۰ معیاري او پاتې نور یې په نورو کټګوریو کې راځي.

ښاغلي تمیم وايي، دوی له تېل پمپونه سره په ګډه کار کوي چې وضع شوي معیارونه پلي کړي، ځکه د معیاري پمپونو لومړۍ ګټه پخپله د تېل پمپونو څښتنانو ته رسي.

د تېل پمپونو کټګورۍ

ښاغلی خواځون وايي، د افغانستان د تېل پمپونو د وضعیت ارزونې پلاوى چې د سوداګرۍ وزارت او نورو اړوندو ادارو له خوا د جوړې شوې نوې طرحې د پلي کولو دنده هم لري تېل پمپونه په دريو کټگوريو وېشلي دي.

لومړى:

هغه تېل پمپونه چې جواز ولري، مالیاتي ستونزې ونه لري او ټاکل شوي معیارونه یې تر ۵۰ سلنې یا پورته مراعت کړي وي، په لومړۍ ګټګورۍ تېل پمپونو کې راځي.

دويم:

هغه تېل پمپونه چې جواز ولري مالیاتي ستونزې ونه لري، خو موقعیت يې د استوګنې په سیمه یا ورته نږدې وي او د اصلاح وړ وي.

دريم:

هغه نامعياري تېل پمپونه چې له یوې مخې د اصلاح وړ نه وي.

د تېل پمپونو ټاکل شوي معیارونه

د انځور حقوق Getty Images

پر جواز، موقعیت او مالیاتي تصفیې سربېره یو لړ نورو معیارونه هم شته چې باید ټول تېل پمپونه یې ولري.

د وضع شویو معیارونو له مخې، ټول تېل پمپونه باید لاندېنۍ اسانتیاوې ولري:

  • شنه سیمه
  • معیاري نښي او علایم
  • د تېلو د مقدار او کیفیت د رونټیا ځانګړی سیستم
  • د اور وژنې اسانتیا
  • امنیتي کمرې
  • جومات
  • تشنابونه
  • او نورې اسانتیاوې

د نورم او سټنډرډ ادارې مشر ښاغلی ولید هم سپارښتنه وکړه چې تېل پمپونو ته پکار ده چې په ترتیب ټول وضع شوي معیارونه مراعت کړي که نه نو پمپونه به یې وتړل شي.

د نوموړي په خبره، کوچنۍ تخینکي نیمګړتیا کېدای شي، د تېلو پمپ د اوراخیستنې لامل شي چې زیان یې د پمپ پر څښتن سربېره ګاونډيانو، چاپیریال او هېواد ته هم متوجه دی.

"طالبان د روسیې له تېلو هره میاشت ۲،۵ میلیون ډالر ترلاسه کوي"

''پینټاګون افغانستان کې په یوه ګاز پمپ ۴۳ میلیونه ډالرلګولي''

د ګانا تېلو پمپ کې اورلګېدو ۱۷۵ کسان وژلي

افغان حکومت پر داسې مهال په هېواد کې د تېلو د شته پمپونو د معیاري کولو هڅې پيل کړي چې په تېر کې ځلونه د تخینکي او نورو ستونزو له امله اور اخیستی چې یو شمېر خو یې د استوګنې سیمو کې و.

په ۲۰۱۱ کال کې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې د پکتیاکوټ سیمې اړوند د هستوګنې په سیمه کې د تېلو یوې زېرمې اور واخیست چې له امله یې پر مالي زیان سربېره د چم ګاوند اوسېدونکو ته ځاني زیان هم واوښت.

د روان زېږدیز کال په سپټمبر کې د کابل په ختیځه دروازه تنګي سیمه کې د تېلو یوه پمپ د تخنیکي ستونزو له امله اور واخیست؛ که څه هم ځاني زیان یې نه درلود، خو څښتن یې د خیر پر غونډې کېناست.

اړونده مطالب

ورته مطالب