تر ۲۰۳۰ به افغانستان کې د اېډز ویروس ختم شي؟

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
کابل کې د اېډز د ناروغانو لپاره بېلابېل مرکزونه جوړ شوي دي چې هلته د دغو کسانو درملنه کېږي

د دسمبر لومړۍ نېټه له ایډز سره د مبارزې نړیواله ورځ ده. رسمي شمېرې ښيي چې سږ کال په ټول افغانستان کې د ایچ. آی. وي ۲۳۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د افغانستان د ایډز د کنټرول ملي پروګرام وایي، هېواد کې ټول ټال ۷۵۰۰ کسان له دغه ویروسه رنځ وړي.

په ایډز د اخته کېدو له خطر سره تر ډېره د نشه یي توکو روږدي، اقتصادي کډوال، بندیان او هغه کسان مخامخ کېږي، چې نامشروع جنسي اړیکې لري.

افغان چارواکي وایي، هڅه یې دا ده چې تر ۲۰۳۰ زیږدیز کال پورې د ایډز ویروس له منځه یوسي.

په خوست ولایت کې د بي بي سي خبریال احمد شاه وايي، په دی ولایت کی د ایډز ناروغانو شمېر په ډېریدو دی او پر ایډز اخته کسان په خلیجي عربي هېوادونو کې له مسافرو خوستوالو سره یو نه، یو ډول اړیکې لري.

بې لوحې روغتیايي مرکز!

د خوست ښار په منځ کې بې لوحې روغتیایي مرکز د ایچ ای وي ناروغانو د تشخیص او درملنې لپاره جوړ شوی دی، خو له دې امله پرې لوحه نه لګول کېږي، چې د ناروغانو پیژندګلوي ونه شي او په ایچ ای وي اخته ناروغان په ډاډه زړه ورشي.

د اېچ ای وي یا اېډز نښې او د درملنې لارې

کوټه کې د اېډز ۴۲۱ پېښې ثبت شوې دي

د ایډز نړیواله ورځ، افغانستان کې له ۲ زره ډېرې د اېډز پېښې ثبت شوې

ایچ ای وي یا ایډز اوس هم په افغانستان کې لوی شرم او عیب بلل کېږي.

بي بي سي له دوو کسانو سره خبرې وکړې. دغو کسانو د خپلو نومونو او اصلي غږونو د نه خپرېدا په شرط له موږ سره خبرې وکړې.

یوه مېرمن چې دغه مرکز ته درملنې لپاره راغلي وه وایي، مېړه یې په یوه خلیجي هېوا کې مسافر دی چې په وینا یې دې ته دغه ویروس له خپل لېږدېدلی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اېچ ای وي یا اېډز څه ډول ناروغي ده او که یو څوک پر اخته شي، څومره وخت وروسته یې پر بدن نښې څرګندېږي.

نوموړې وایي، ناروغۍ یې وزن ۳۴ کیلوګرامو ته راکم او داسې وضعې ته یې ورسوله چې ان کورنۍ ترې کرکه کوله. دا وایي اوس د درملو په خوړلو سره یې ناروغي کنټرول شوې ده:

"لومړي وخت کې به چې ټوخېدم، د کورنۍ غړو به زما نه مخ پټاوه او ماته به یې هم د مخ پټولو ویل او زما د خوراک او څښاک لوښي ځانته و خو اوس زموږ کورنۍ کې زما نه هېڅوک هم کرکه نه کوي او ژوند مو ګډ دی. هر څه او هر لوښی یو ډول کاروو. زما په ناروغۍ زما له کورنۍ پرته نور هېڅوک هم نه دي خبر. "

خوست کې د ایډز ناروغۍ د درملنې مرکز وړیا خدمتونه وړاندې کوي او هره ورځ یو شمېر ناروغان درملنې، مشورو او معایناتو لپاره ورځي.

ډاکټران وایي، که ناروغان له دوی سره پر وخت سلامشوره او اړوند دارو درمل وخوري، ناروغي یې ژر کنټرولېدای شي.

د خوست یو بل اوسېدونکی چې ۱۵ کاله وړاندې یې مېرمنې ته د وینې له لارې اي ایچ ای وي ویروس ورغلی و او بیا له خپلې مېرمنې ده ته لېږدېدلی، دغه مرکز ته راغلی او اوس یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی:

"ډاکتر راته وویل، چې درو درمل در کوم، یو کال وروسته به روغ شې. که څه هم درمل کمزوري و خو اوس مې صحت ښه دی او د خپلو اولادونو ته په ډوډۍ پیدا کولو پسې لګیا یم."

د ماشومانو ختنه (سنتول) د ایډز خطر کموي

ناخوندي جنسي اړیکې

د خوست د عامې روغتيا ریاست مسؤولین وایي، که په دغه ولایت کې د غاښونو پر کلینیکونو، سلمانیو، جراحي عملیات خونو او لابراتورونو پاملرنه او څارنه زیاته نه شي، ممکن یو شمېر روغ کسان هم په ایډز ناروغۍ اخته شي.

دوی وایي، چې د دغې ناروغۍ د خپرېدا بل لوی لامل جنسي ناخوندي اړیکې دي.

د خوست د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر ګل محمدین محمدي د دوی پروړاندې په شته ننګونو راته غږېږی:

"سخت جغرافیوي شرایط، کلتوري محدودیتونه، د ایډز په اړه د خلک کم پوهاوی او د روغتیاپالانو کم پاملرنه هغه څه دي، چې په افغانستان، په تېره بیا خوست کې د ایډز ناروغي زیاتوالی شي او دا زموږ لپاره لویه ننګونه ده."

په خوست کې اوس هم تر ډېره ساري ناروغیو ته د لوی عیب په توګه کتل کېږي، نو د ایډز په شان ناروغیو اخته کسان خو له ناروغۍ نه زیات د خلکو له ناوړو کیسو او پېغورونو څخه زیات رنځ وړي.

د اېډز مهارولو ملي پروګرام مشر نقیب الله همدرد په وینا، دوی هڅه کوي د خپلو فعالیتونو او پروګرامونو په عملي کولو، په تېره بیا د روغتیايي خدمتونو پوښښ کې په ۲۰۳۰ کال افغانستان کې په اېچ آی وي د اخته کېدو هېڅ کومه پېښه ثبت نه شي.

ښکاري چې د دې پروګرام په عملي کېدو سره به افغانستان کې د ایډز د کنټرول ملي پروګرام، چې له لویو ستونزو سره مخامخ دی، عملي کېدل له ستونزو سره مخامخ کړي.

ورته مطالب