افغان دولت د سونتوکو په وارداتو ګمرکي محصول کم کړی

ټانکر د انځور حقوق Getty Images
Image caption پخوا د سونتوکو په وارداتو مالیه ۱۲ سلنه وه

افغان دولت د سونتوکو د بیو راټیټولو په موخه د ګازو او تېلو په وارداتو ګمرکي محصول کم کړی دی.

بل خوا د یو ټن ګازو قیمت ۳۵۰ ډالره ټاکل شوی دی. د حکومت دې پرېکړې یو شمېر عام خلک خوشاله کړي او وايي، دا به له خلکو سره په اقتصادي برخه کې مرسته وکړي.

په تېرو شپږو کلونو کې په نړیوال بازار کې د تیلو بیې وار وار کښته پورته شوې، خو د افغانستان په ګمرکونو کې له تېرو شپږو کلونو راهیسې د یوه ټن تېلو بیه ۶۰۰ امریکايي ډالره ټاکلې پاتې وه.

اوس افغان حکومت پرېکړه کړې چې دا بیه له ۶۰۰ نه ۴۵۰ ډالرو ته راښکته کړي. د افغانستان مالیې وزارت وايي، له دې وروسته به هرو دریو میاشتو کې د نړیوال بازار قیمت ته په کتو د تیلو بیه ټاکل کېږي او بیا به یې له وارداتو مالیه اخیستل کېږي.

پخوا د سونتوکو په وارداتو مالیه ۱۲ سلنه وه، خو افغان دولت دا تعرفه ۶ سلنې ته راټيټه کړې. له دې سره به د یوه ټن تېلو مالیه له ۱۵۱ امریکايي ډالرو نه ۹۷ ډالرو ته راښکته شي.

افغان حکومت د تېلو نامعیاري پمپونو د تړلو گواښ کړى

"طالبان د روسیې له تېلو هره میاشت ۲،۵ میلیون ډالر ترلاسه کوي"

''پینټاګون افغانستان کې په یوه ګاز پمپ ۴۳ میلیونه ډالرلګولي''

د ماليې وزارت د ګمرکونو او عایداتو معین نجیب الله وردګ وايي:

"شپږ کاله مخکې د وخت حکومت د یوه ټن تیلو بیه ۶۰۰ ډالره ټاکلې وه، اوس یې یو ټن له ۶۰۰ ډالرو نه ۴۵۰ ته راټیټ کړل. د نفتي موادو ګمرکي تعرفه ۱۲ فیصده وه چې شپږ فیصدو ته راټیټه شوه، نو کله چې ۲۵ فیصده ګمرکي بیه او سل فیصده ګمرکي تعرفه ټیټه شي، پر مارکیټ به ډېر اغېز وکړي."

ښاغلی وردګ زیاتوي، د حکومت د پرېکړې له مخې، د یوه ټن ګازو بیه له شاوخوا ۴۸۰ امریکايي ډالرو ۳۵۰ ته کښته شوې. د مالیې وزارت وايي، دا به په ښارونو کې د ګازو بیو ټیټولو کې مخامخ اغېز ولري.

افغان حکومت وايي، ددې لپاره چې د افغانستان دننه د بیو کچه برابره وساتي، بهرنیو هېوادونو ته یې د ګازو صادرات بند کړي دي.

د مالیې وزارت د اټکلي شمېرو له مخې، شاوخوا لس سلنه وارداتي ګاز به پخوا نورو هېوادونو ته په ځانګړي ډول پاکستان ته صادرېدل.

د افغانستان د نفتو او ګازو د تصدۍ عمومي رئیس ولید تمیم وویل، د دوی له‎خوا هم د نفتو او ګازو د حق الخدمت په بیو کې کمی راوستل شوی دی. هغه وايي، د نفتو موادو تصدۍ چې د حق الخدمت په نامه یې "۱،۸۲" فیصده اخېسته د کابینې د پریکړې له مخې اوس دغه حق الخدمت "۰،۶۰" فیصدو ته راټیت شو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان نورم او سټنډرډ ادارې مشر ولید تمیم بي بي سي ته وویل، په افغانستان کې له ۳۰۰۰ پورته تېل پمپونه فعالیت کوي چې له ډلې یې یوازې ۳۷۰ په کابل کې دي.

یو شمېر افغانان د حکومت له دې پرېکړې خوښ ښکاري او وايي، دا به د غریبو خلکو سره په اقتصادي برخه کې مرسته وکړي.

د کابل اوسېدونکی احمد فهیم وايي، دا ډېر ښه کار دی چې د تېلو او روغتیاتو بیې راټیټې شي. ځکه خلک غریب دي او د بیو ټیټوالی ورسره ډېره مرسته کوي.

د افغانستان د نفتي موادو اداره وايي په ټوله کې تېر کال افغانستان کې شاوخوا ۳٫۳ میلیون میټریک ټنه نفتي مواد کارېدلي.

که څه هم په افغانستان کې سوداګري ازاده ده خو افغان حکومت په تېرو څو کلونو کې د نفتي موادو په سوداګري کې د بیو د کنټرول لپاره مداخله کوي.په تېرو څو کلونو کې د تیلو او ګازو د بیو له لوړوالي یو شمېر خلکو شکایتونه کړي دي. افغان دولت وايي، د اقتصاد د بازار د اصولو په پام کې نیولو سره به پر خصوصي سکتور څار ولري.

اړونده مطالب

ورته مطالب