عطا محمد نور: حکومت کندهار ته د سفر اجازه را نه کړه

د انځور حقوق Getty Images

د بلخ والي عطا محمد نور وايي حکومت کندهار ته له سفره بېرته وگرځاوه. ښاغلی عطا پر خپله فېسبوک پاڼه یوې خپرې شوې ويډيو کې وايي، غوښتل يې د کندهار په "تفاهم شورا" کې گډون لپاره کندهار ته ورشي، خو د حکومت مشرتابه ورته د تگ اجازه ورنه کړه.

په خپرې شوې ويډيو کې ليدل کېږي چې نوموړى د مزار ښار په هوايي ډگر کې په داسې حال کې چې د جنرال دوستم زوى باتور دوستم، د جمعيت اسلامي د مشرتابه غړى کليم الله نقيبي او ځينې نور کسان يې ترڅنگ دي بېرته له الوتکې کوزېږي.

ښاغلي نور وويل " له يونيم ساعت انتظار وروسته بېرته له الوتکې کوز شو."

نوموړي د حکومت دا چلند د اخلاقي اصولو او د ملي گټو خلاف وباله او په وينا يې د حکومت ستنې به کمزورې کړي.

افغان حکومت لا په دې تړاو کوم غبرگون نه دى ښودلى.

کندهار کې د بي بي سي خبریال مامون دراني رپوټ

د افغانستان یو شمېر سیاسیون په سویلي کندهار ولایت کې یو ځای کېږي. داسې هم ویل کېږي، چې د افغانستان ملي شورا نژدې ۸۰ غړي او یو شمېر مشهور سیاسي شخصیتونه به یوه لویه غونډه کې ګډون وکړي.

داسې ګومان کېږي، چې په غونډه کې به د حکومت پر یو شمېر پروګرامونو غور وشي او ښايي وننګول شي.

له څو ورځو راهیسې په ټول ښار کې او په ځانګړې توګه عینو مېنه سیمه کې چې له پروګرام سره سم په کې دغه غونډه کېږي، له څو ورځو راهیسې امنیتي تدبیرونه کېږي او په ښار کې ګڼ امنیتي سرتېري تر سترګو کېږي.

په غونډه کې د ګډون لپاره د ولسي جرګې اوسنی او پخواني مشران همایون همایون، ظاهر قدیر او د ملي امنیت ادارې پخوانی مشر رحمت الله نبیل دغه ښار کې دي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون د دغې غونډې هدف د ده په خبره له اوسني کړکېچه د هېواد ایستلو لارې چارو لټون بولي:

''دا پر ولسمشر اشرف غني هغه نیوکې دي، چې د اساسي قانون او نورو نافذه قوانینو خلاف یې عملونه ترسره کړي دي. د هغو فرمانونو په لړ کې چې غیر قانوني یې صادر کړي دي. د انتخاباتو د مشر په لړ کې چې په غیر قانوني توګه یې راوستل او په غیر قانوني توګه یې بېرته ګوښه کړل. ''

د یو شمېر سیاسي ګوندونو استازي له مخکې کندهار ته رسېدلي دي.

"د دوستم او عطا دفترونه د الوتکې خبر په ردولو سره خپل شرم پټوي"

ارګ: د محمد محقق د وينا په تړاو جدي څېړنه کېږي

دغه ډېری کسان تر ډېره حده د ولسمشر غني سیاسي مخالفین بلل کېږي، خو د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ویلي هره ناسته چې د اساسي قانون په رڼا کې وي حکومت ورسره ستونزه نه لري:

''ټولې هغه ناستې چې د افغانستان ملي ګټو ته په پام او د اساسي قانون په رڼا کې جوړیږي او د شته ستونزو له منځه وړلو لپاره وي، زموږ په نظر د افغانستان لپاره ګټورې دي. ''

Image caption کندهار کې له څو ورځو راهیسې کلک امنیتي تدبیرونه لیدل کېږي

ویل کېږي، چې دغه سیاسیون به د ټاکنو کمېسیون کې د پراخو بدلونونو او دغه راز د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو په ټاکلي وخت د ټاکنو غوښتنه وکړي.

مخکې داسې ګنګوسې هم وې، چې دغه غونډه کې به د لویې جرګې رابللو غوښتنه هم وشي، خو اوس ویل کېږي هغه کسان دغې غونډې ته نه دي بلل شوي، چې د لویې جرګې رابللو غوښتنه کوي.