ایچ ای وي په افغانستان کې
ایچ ای وي په افغانستان کې
په افغانستان کې له هغو کسانو پرته چې مخدره توکي کاروي، په نورو کې د اېچ ای وي، کچه کمه ده. په پاکستان کې بیا نژدې یو نیم سل زره کسان په ایچ ای وي وایروسو اخته دي.
پر دې ناروغۍ اخته کسان وايي، خلک یې د شرم وړ بولي او په اسانه دارو درمل اخیستو ته دوی نشي تللی. چارواکي هم وايي، که پر وخت خلکو ته له اېچ ای وي د ځان ساتلو، درملنې، او مخنیوي لارې چار ونه ښودل شي نو ډېر ژر به دا ناروغي په هېواد کې خپره شي.
په همدې اړه له خوسته، زموږ همکار احمد شاه رپوټ لري.