کابل کې ناقانونه ودانۍ او د مخنیوي هڅې یې
کابل کې ناقانونه ودانۍ او د مخنیوي هڅې یې
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې په تېرو ۱۵ کلونو کې ۹۸ سلنه ودانۍ چې خصوصي سکټور جوړې کړې دي، ناقانونه دي. دا شمېر د کابل ښاروال روښانه کړ.
د ښاروالۍ چارواکي وايي، په تېر یوه کال کې یې د نژدې ۵۰۰ ودانیو کار درولی دی چې ناقانونه جوړېدې.
اوس د همدې ستونزې حل ته، کابل ښاروالۍ داسې، ډیټابیس، جوړ کړی دی چې د ناقانونه ودانیو جوړونکو او د هغو کسانو په اړه چې په دې برخه کې، قانون نه مراعتوي، معلومات پکې را ټول شي. آریا احمدزۍ پرې دغه رپوټ چمتو کړی.