ولسي جرگې د افغان کابينې ١١ وزيرانو ته د باور رايه ورکړه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسي جرگې ورپېژندل شويو نوماند وزيرانو ته د باور رايه ورکړه

د افغانستان پارلمان حکومت له لوري د ورپېژندل شويو نوماند وزيرانو نه ١١ ته د باور رايه ورکړه خو په دغه ډله کې يواځينۍ ښځينه نوماند وزيره يې و نه منله.

طارق شاه بهرامي ته د دفاع وزارت، ويس برمک ته د کورنيو چارووزارت، نصير احمد دراني ته د کرنې وزارت، مجيب الرحمان کريمي ته د کليو او پراختيا وزارت، يما ياري ته د ټولگټو وزارت، فيض الله ذکي ته د کار او ټولنيزو چارو وزارت او حميد طهماسي ته د ترانسپورت وزارت لپاره د باور رايه ورکړل شوه.

په همدې توگه نجيب الله خواجه عمري د لوړو زده کړو وزير، مصطفى مستور د اقتصاد وزير، گل آغا شيرزي د اقوام او قبايلو وزير او شهزاد گل آريوبي د مخابراتو د وزير په توگه د استازو باور رايې خپلې کړې.

ولسي جرگې ته حکومت ١٢ نوماند وزيران ور پېژندلي و چې له هغې ډلې نرگس نهان د کانونو او پتروليم وزارت لپاره د باور رايې په ترلاسه کولو کې پاتې راغله.

وزارت نوم موافقې رايې مخالفې رايې سپينې رايې باطلې رايې
دفاع طارق شاه بهرامي ۱۴۱ ۶۵ ۹ ۹
کورنيو چارو ویس‌احمد برمک ۱۷۳ ۳۵ ۱۰ ۶
اقوام او قبايل گل‌آغا شیرزی ۱۵۸ ۴۹ ۱۲ ۵
لوړو زده کړو نجیب‌الله خواجه‌عمري ۱۲۴ ۷۷ ۱۳ ۱۰
کانو نرگس نهان ۱۰۷ ۹۳ ۱۵ ۸
کار او ټولنيزو چارو فیض‌الله ذکي ۱۲۶ ۷۵ ۹ ۱۳
مخابرات شهزادگل آریوبي ۱۱۵ ۸۱ ۲۲ ۶
ترانسپورټ حمید طهماسی ۱۴۹ ۵۵ ۱۱ ۹
کرهنې نصیراحمد دراني ۱۴۴ ۶۳ ۹ ۸
د کليو او پراختيا مجیب‌الرحمان کریمي ۱۲۹ ۷۶ ۹ ۱۰
اقتصاد مصطفی مستور ۱۵۵ ۴۹ ۱۰ ۹
ټولگټو یما یاري ۱۵۶ ۴۶ ۱۷ ۵

د افغانستان د بهرنيو چارو، اطلاعات او کلتور او د ښوونې او روزنې وزارتونه اوس هم د چارسمبالو له لوري اداره کېږي.

د پارلمان پخوانۍ وکیله، اوس د کلیوالو ښځو درملنه کوي

نرېندرا مودي د افغان پارلمان نوې ودانۍ پرانېسته

د ولسي جرگې رييس عبدالرووف ابراهيمي له حکومته وغوښتل چې دغو دريو وزارتونو لپاره دې هم نوي نومان وزيران ولسي جرگې ته ورپېژني