''افغانستان کې د القاعده مشر وژل شوی''

''افغانستان کې د القاعده مشر وژل شوی''

په افغانستان کې امنیتي چارواکي وايي، د القاعده ډلې، یو مشر یې وژلی دی. عمر خطاب چې خلکو په عمر منصور هم پېژاند، د چارواکو په خبره غزني کې وژل شوی دی. چارواکي وايي د پاکستاني پنجابیانو په ګډون یې یو شمېر وسله وال هم نیولي دي، کارپوهان وايي، القاعده اوس هغومره په افغانستان کې نه ده فعاله خو په دې وروستیو کې، امریکايي ځواکونو د ډلې پر بیا فعالیدو اندېښنه وښوده. طالبان وايي د عمر خطاب د وژلو خبره سمه نه ده، اولیا اطرافي له کابله نور جزییات لري.