د کابل ډېرې ودانۍ بېړنۍ لارې نه لري
د کابل ډېرې ودانۍ بېړنۍ لارې نه لري
د افغانستان د نورو لویو ولایتونو په څېر په پلازمېنه کابل کې لا ډېرې ودانۍ داسې جوړې شوې دي چې، نه د اور وژلو سیستم ته پکې پام شوی او نه داسې لارې لري چې خلک په بېړنیو حالاتو کې ترې ووځي.
نړیوال ودانیز معیار وايي چې د خلکو د ژوند خوندیتوب لپاره مهمه ده، کورونه او تعمیرونه داسې جوړ شي چې، هم د زلزلې مقاومت ولري او هم د اور لېګدو پر وخت پکې د وتو لار وي.
په دې رپوټ کې، د محب الله کیسه ګورو.
دی له خپلې اته کسیزې کورنۍ سره په کابل کې، د یوې ودانۍ پر شپږم پوړ کې اوسېږي.