د سوال له لارې نه، د خپل زحمت له لارې کور چلوم

د ښاروالۍ کارکوونکې
Image caption ښاروالۍ دا هم راته وویل چې له دې ۴۰۰ ښځو، ۲۰۰ یې د ښار په پاکولو بوختې دي، پاتې نورې یې کور په کور ګرځي او خلکو ته عامه پوهاوی ورکوي چې څنګه ښار او چاپېریال پاک وساتي.

افغانستان له جګړو او ویرونو داسې یوې مرحلې ته راوتلی چې د ژوند هیلې په کې پيدا شوې دي. په دې رڼا کې مېرمنو هم کار ته مخه کړې. له سیاست، اقتصاد او فرهنګ نیولې تر سوداګرۍ پورې ښځو دندې او کارونه پيل کړي.

ښځې له خپلو حقونو برخمنې شوې، ژوندونه یې ښه شوي، د خپلو کورنیو لاسنیوی یې کړی او له خپل هوډ او پیاوړتیا په کارولو یې په ټولنه کې د بدلون راوستلو هڅه کړې.

دا رڼا او هیلې تر ډېره یوازې په ښارونو کې دي. په کلیو کې لا هم ښځې د بېوزلۍ او سختیو په دایره کې راګیرې دي. دوی لاهم له کړاوونو ډک ژوند لري.

جنسيت د پرمختگ مخه نه شي نيوی .ښځه پیاوړې ده، که وغواړي او هوډ وکړي هر څه کولی شي.

د پرمختګونو تر څنګ لاهم ډېرې داسې نیمګړتیاوې شته چې باید پاملرنه ورته وشي. یو شمېر هغه مېرمنې چې زده کړې نه لري او په ادارو کې ورته د کار زمینه نشته، دوی بیا هم کرارې نه کښېني، د بېوزلۍ ژوند تېرولو لپاره پر ځان سختې مني، ټولنې ته راوځي او د خپل لاس په ګټې پسې ځي.

اوس د کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې هڅه شوې چې د بېوزلو مېرمنو لاسنیوی وشي. دا دوی ته د ښه راتلونکي زېری کېدای شي.

"کلات کې ښاروالي د سیاست ښکار شوې"

"د کندهار ښاروالۍ کلني عواید ۶۵۰ میلیون افغانۍ ته لوړ شوی"

د دې مسالې په اړه، زه هم د هغو مېرمنو د کار څرک معلومولو لپاره له دفتره ووتم چې د نارینه وو په څېر یې له کوره بهر ګران کارکولو ته ملا تړلې؛ دا ښځې مې د موټر له ښیښې ولیدې چې جارو یې په لاس کې ده او د سړک پر پاکولو بوختې دي.

د دوی زړورتیا او کار راته په زړه پورې ښکاره شو، نو د کابل ښاروالۍ اړوندې ناحیې ته لاړم، هلته مې د دوی په اړه له مسولینو وپوښتل. کابل ښاروالۍ وویل چې د یواېن هبیتات په مرسته یې د تنظیف په برخه کې ۴۰۰ ښځینه کارکوونکې ګومارلې دي. دا پروژه په لومړي سر کې د یوه کال لپاره وه چې بیا دویم کال ته هم وځنډول شوه.

د ښار پاکوالي کې بدلون

د دې پروژې ښځینه کارکوونکو ته دنده ورکړل شوې چې د پاکوالي په برخه کې کار وکړي، همدارنګه د ښار په واټونو کې جارو ووهي او د سړکونو له غاړې خاورې خځلې راټولې کړي.

ښاروالۍ دا هم راته وویل چې له دې ۴۰۰ ښځو، ۲۰۰ یې د ښار په پاکولو بوختې دي، پاتې نورې یې کور په کور ګرځي او خلکو ته عامه پوهاوی ورکوي چې څنګه ښار او چاپېریال پاک وساتي.

د ښاروالۍ د مسولینو له خبرو پوه شوم چې د ښځو له کاره خوښ دي، دوی دا هم وویل چې ښاروالۍ ته د مېرمنو تر راتګ وروسته د ښار په پاکوالي کې بدلون احساسېږي.

له کابل ښاروالۍ راووتم، بېرته هغو مېرمنو ته ورغلم چې د سړک پر غاړه پر کار بوختې وې.

یوې ته یې نږدې شوم، د ځان او کار په اړه مې یې ترې وپوښتل، راته یې وویل:

"کونډه یم، ماشومان مې ګاونډي ته پرېښي او کار ته ترې راوتې یم. مجبوره یم چې دوی یوازې پرېږدم ځکه که کار ونه کړم، زه او ماشومان به مې وږي پاتې یو".

دې راته وویل، پخوا به یې سوال کاوه، هر چاته به یې لاس نیولی و. ډېرې سختې او ناخوالې یې تېرې کړې، خو اوس یې ژوند یو څه هوسا شوی.

د ښاروالۍ ښځینه کارکوونکې له خپل کاره راضي وې. دوی وویل که دا ډول فرصتونه نورو مېرمنو ته هم برابر شي، نو ژوند به یې ښه شي، د یوې مړۍ څښتنې به شي او لاس به یې وچلېږي.

Image caption د ورځې تر پایه راته ثابته شوه چې که ښځو ته دا ډول کاري زمینې برابرې شي او ملاتړ یې وشي ښایي دوی به په هره برخه کې تر نورو ښې وځلېږي او مخکې وي.

له دې مېرمنو مې د دوی د ستونزو په هکله پوښتنه وکړه. دوی وویل، ځینې کسان د عام سړک پر غاړه ورته مزاحمت کوي او بدې خبرې ورته وایي.

د کاریګرو ښځو د کار په اړه مې له ښاریانو نظر وغوښت، دوی وویل، د نارینه وو په پرتله د ښځو کار منظم او پاک دی. هغه سیمې چې پاکول یې ښځو ته سپارل شوي، د پخوا په پرتله یې ډېر بدلون کړی.

د ورځې تر پایه راته ثابته شوه چې که ښځو ته دا ډول کاري زمینې برابرې شي او ملاتړ یې وشي ښایي دوی به په هره برخه کې تر نورو ښې وځلېږي او مخکې وي.

ورته مطالب