'' د بیت المقدس دفاع ته له سر او ماله تېر یو''

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
کابل کې د امریکا او اسراییلو پر ضد لاریون

د افغانستان پلازمېنې کابل په ګډون زرګونو کسانو بېلا بېلو لویو ښارونو کې د امریکا او اسراییل خلاف احتجاج کړی. د جمعې له لمانځه وروسته هرات، جلال اباد، مزارشریف، خوست، بغلان اوغزني کې لاریونیانو د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه پرېکړه غندلې چې بیت المقدس یې د اسراییل رسمي پلازمېنې په توګه ومانه.

ځینې افغان لاریونیانو د امریکا او اسراییلو بېرغونو ته اور ورته کړ او په وینا یې د ټرمپ دغې پرېکړې سره به ټوله سیمه او په ځانګړې توګه منځني ختیځ کې ناارمي او شخړې ډېر شي. یوه ګډونوال بي بي سي ته وویل:

''زما اسلامي عقیده همدغه ده چې په بیت المقدس باید سر او مال ورکړم او د بیت المقدس دفاع وکړم، ټول مسلمانان باید خپل منځي اختلافات لرې او د بیت المقدس دفاع ته راوړاندې شي. ''

د چهار شنبې پر ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل، د خپل هېواد بهرنیو چارو وزارت ته یې امر کړی، چې له تل ابیت نه بیت المقدس ته د امریکا سفارت لېږدولو لپاره چمتو شي.

د ولسمشر ټرمپ له اعلانه وروسته لوېدیځه غاړه او غزې کې پراخې مظاهرې شوې دي.

امریکا: د مایک پینس او محمود عباس لیدنه مه لغوه کوئ

د بیت المقدس په اړه د ټرمپ له پرېکړې وروسته تاوتریخوالی

ټرمپ رسماً بیت المقدس د اسراییلو پلازمېنه وپېژاند

د اسراییل پولیسو او فلسطینیانو تر منځ اخ و ډب کې ۳۱ فلسطینیان ټپیان شوي دي. مظاهره کوونکو د ډبرو ګوزارونه کول، ټایرونه یې سوځول او اسراییلي پولیسو پرې د ربړینو او اصلي مرمیو ګوزارونه کړي او اوښکې بهوونکی ګاز یې کارولی.

د انځور حقوق AFP
Image caption اسراییل د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره اضافي پولیس ځای پر ځای کړي دي

فلسطنیانو د غوسې ورځې غږ کړی دی. په بیت المقدس کې، د دمشق په څلور لارې کې، اسرایلي پولیسو هغه لاریون کوونکي پاڅول چې پر لارو ناست و.

د جمعې له لمانځه وروسته نژدې ټول منځني ختیځ کې د مظاهرو او لاریونونو لړۍ روانه وه. په لوېدیځه غاړه، بیت الحم او غزه کې د مظاهرو له امله اسراییلي چارواکو، سلګونه نور پولیس هم سړکونو ته ایستلي دي. فلسطیني ولسمشر محمود عباس ویلي:

''موږ بشپړ موافق یوو چې د دوو دولتونو حل لارې ته اړتیا شته. داسې فلسطین چې پولې یې له ۱۹۶۷کال پولو سره ورته وي او پلازمېنه یې په ختیځ بیت المقدس کې وي. د ولسمشر ټرمپ پرېکړه په بشپړ ډول د منلو نه ده. موږ فکر کوو چې امریکا په دې ډول دریځ سره په منځني ختیځ کې د خپل سیاسي رول مخالفت کوي، ځکه هیڅ رول یې نشته. ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption فلسطیني مشر محمود عباس ویلي، ''موږ بشپړ موافق یوو چې د دوو دولتونو حل لارې ته اړتیا شته، داسې فلسطین چې پولې یې له ۱۹۶۷کال پولو سره ورته وي او پلازمېنه یې په ختیخ بیت المقدس کې وي''

بل لور ته د حماس مشر اسماعیل هنیه وايي:

''موږ په لوېدیځه غاړه کې مقاومت غواړو چې دې بې شرمه تېري ته یې ځواب ووایوو. زه یې بیا تکراروم، بې شرمه تېری! د امریکا پرېکړه زموږ د خلکو پرضد تیری دی. د فلسطین له خلکو سره یې په خپله سپيڅلې خاوره کې د جګړې اعلان دی. د فلسطین په زړه بیت المقدس کې د مسلمانانو او عیسویانو په تر ټولو سپیڅلو ځایونو کې.

د ملګرونو ملتونو امنیت شورا یوه بېړنۍ غونډه کوي چې د امریکا د دې کار پر ممکنه اغېز وغږېږي، چې ښايي د سولې پروسې اغېز وکړي.

بل لور ته سپینې ماڼۍ پر فلسطیني مشر محمود عباس غږ کړی دی چې، له امریکايي مرستیال ولسمشر، مایک پېنس سره خپله غونډه لغوه نه کړي. هغه په دوو اوونیو کې منځني ختیځ ته ځي.

اسراييلي لومړی وزیر بېنیامین نتنیاهو بیا پر نورو هېوادونو غږ وکړ چې، د امریکا لاره تعقیب کړي او خپل سفارتونه له تل ابیبه بیت المقدس ته ولېږي.

ښاغلي نتنیاهو د امریکا ولسمشر وستایه او وايي، د هغه نوم به د بیت المقدس له زوړ تاریخ سره تړلی وي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د نړۍ لر او بر کې د ټرمپ پرېکړې پر ضد احتجاجونه شوي

د افغان حکومت مشرتابه او افغان سیاستوالو هم د امریکا دغه اقدام غندلی دی.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري ویل شوي، د بیت المقدس موقعیت چې د مسلمانانو لومړنۍ قبله او د نورو ادیانو پېروانو ته هم اهمیت لري باید د نړیوالو قوانینو، ملګرو ملتوو د مصوباتو او میلیونونه مسلمانانو په غوښتنه تثبیت شي.

بل لور ته د ولسمشر ټرمپ دغې پرېکړې ته په نړیواله کچه توند غبرګونونه څرګند شوي.

نړیوال غبرګون

د امریکا نژدې اتحادي سعودي عربستان د ښاغلي ټرمپ دغه پرېکړه ناقانونه او بې مسوولیته پرېکړه بللې او دا یې د فلسطینیانو د حق تر پښو لاندې کولو په مانا بللې.

د اندونیزیا، مالیزیا، بنګله دېش او پاکستان په ګډون ډېرو اسلامي هېوادونو کې د امریکايي ولسمشر دغه پرېکړه په احتجاجونو کې سخته غندل شوې.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، بنګله دېش پلازمېنه ډاکه کې نژدې ۳۰۰۰ کسان د جامع جومات مخې ته یو ځای شوي وو او د امریکا او اسراییلو خلاف یې شعارونه ورکول.

د مالیزیا لومړي وزیر داتوک سري نجیب رزاق د نړۍ له ټولو مسلمانانو غوښتي، چې د اسراییل د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس ټاکلو له پرېکړې سره کلک مخالفت وکړي.

دا پرېکړه او غبرګونونه به د منځني ختیځ د سولې پر بهیر څه ډول اغېز ولري. د بي بي سي د منځنتي ختیځ خبریال جیرمي بووین یې په اړه وايي:

''دا مهمه ده پوه شو چې له تېرو څو کلونو راهیسې د سولې هیڅ پروسه نشته. پخوا چې کله هم د سولې جدې خبرې کېدې، مرکچیان په ښکاره د بیت المقدس له مسلې په څنګ تېر شوې دي، ځکه ټول اړخونه په دې پوهېدل چې دا مسله پياوړي او ممکنه وېجاړونکي پایلې لرلای شي. دوی دې مسلې ته د سیاست په ډګر کې د رادیو اکتېف وړانګو د خپرېدا په سترګه کتلې دي. ''

امریکا چې په ۱۹۴۸ کال اسراییل رامنځته شول، تر تېرې چارشنبې بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت نه پېژانده.

د انځور حقوق Reuters

خو اوس امریکا لومړنی هېواد دی چې بیت المقدس یې د اسراییلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژانده او دغه ښار ته یې د خپل سفارت د لېږدولو خبره وکړه.

ډونلډ ټرمپ د امریکا تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې ژمنه کړې وه چې بیت المقدس به د اسراییلو د پلازمېنې په توګه وپېژنې چې دا کار یې د امریکا سیاستوالو پر مخالفت سربېره و کړ.

هغه د چارشنبې ورځې په خبرو کې وویل، د هغه په فکر، دا پرېکړه د امریکا د ملي امنیت لپاره غوره پرېکړه ده او د فلسطینیانو او اسراییلو تر منځ به د سولې لامل شي.

ورته مطالب