"راتلونکی دوبی پارلماني ټاکنې کېږي"

ر

د عکس سرچینه، FB/Imam Mohammad Warymoch

د عکس تشریح،

د ټاکنو خپلواک کمېسون د درالانشا مشر

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون د پارلماني ټاکنو په تړاو وروستیو اندېښنو ته په ځواب کې وايي، چې دا انتخابات به په خپل وخت راتلونکی دوبی وشي.

د دې کمېسون د دارالانشا مشر د جمعې په ورځ بي بي سي ته وویل، له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې سره په مشوره د ۱۳۹۷ لمریز کال د سرطان ۱۶ د پارلماني او لسوالیو شوراګانو د ټاکنو نېټه ټاکل شوې ده او بدله به نشي.

د ښاغلي وریماچ په خبره، د ټاکنو خپلواک کمېسون په دې ورځ د ټاکنو کېدلو ته ژمن دی او د دې ژمنې د پرځایښت لپاره تیاری نیسي.

دا په داسې مهال ده چې د پارلماني ټاکنو د ترسره کېدو لپاره په افغانستان کې د سیاسي ډلو فشارونه ډېر شوي دي.

درې ورځې وړاندې د افغانستان یوه پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف خبرداری ورکړ چې دا ټاکنې ونه ځنډول شي.

ښاغلي سیاف وویل، که راتلونکې پارلماني ټاکنې ترسره نشي، هېواد به له بحران سره مخامخ شي.

دودېز کارت وېشل

د عکس سرچینه، FB/ABDUL RAB RASUL SAYYAF

د عکس تشریح،

سیاف خبرداری ور کړی چې دا ټاکنې باید ونه ځنډول شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسون د دارالانشا مشر وايي، وړاندې د ټاکنو د روڼتیا لپاره د پرمختللې ټیکنالوجۍ کارول په پام کې نیول شوي و، خو "د لوجسټیک ستونزو" له امله دا پرېکړه واخیستل شوه.

د امام احمد وریماچ په خبره، اوس پرېکړه شوې چې د رایه ور کوونکو د پېژندنې لپاره دوی ته کارتونه ووېشل شي.

هغه زیاتوي د نږدې ۱۰ میلیونه کارتونو وېشل به نږدې څلور میاشتې وخت ونیسي او له هغه وروسته به دا کمېسون د رایه ور کوونکو نوملړ جوړ کړي.

د ټاکنو کمېسون اوسنی کارت د رایه ور کوونکو د پېژندلو لپاره باوري بولي، چې پر دودیز کاغد "اې۴" چاپېږي، خو له دې مخکې په ځلونو په دا ډول کارتونو کې د درغلیو رپوټونه خپاره شوي دي.

په دې دلیل افغان حکومت پرېکړه کړې وه چې د ټاکنو روڼتیا لپاره برېښنايي پېژندپاڼې ووېشل شي، خو د سیاسي دلایلو او د وګړو د هوویت پر څرنګوالي ناندرۍ د دې پېژندپاڼې په مخ کې خنډونه دي.

د ټاکنو لګښت او امنیت

د عکس سرچینه، Getty Images

امام احمد وریماچ د ټاکنو د لګښت په هکله وايي، کله چې د ټاکنو د رونټیا لپاره د پرمختللې ټیکنالوجۍ د کارولو پرېکړه شوې وه، نو لګښت یې ۲۱۰ میلیونه ډالر په پام کې نیول شوی و، خو اوس چې دا پرېکړه اخیستل شوې، کمې بودیجې ته اړتیا لري، مګر کره اټکل یې نه دی شوی.

هغه وايي، افغان حکومت د دې ټاکنو لپاره د ۳۰ میلیونه ډالرو ورکړه اعلان کړې او د پاتې پیسو د ترلاسه کولو سرچینه تراوسه معلومه نه ده.

د ټاکنو امنیت هم د بحث تلپاتې مسله ده، خو د ټاکنو کمېسون وايي، چې د امنیتي ادارو په همکارۍ یې د رایې مرکزونه او د ټاکنو امنیتي لارښود برابر او بشپړ کړی دی.