"که نړیواله ټولنه ژمنې پوره نه کړي، د ولسي جرګې ټاکنې نه شي ترسره کېدی"

ټاکنې د انځور حقوق AFP/Getty Images

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون خبرداری ورکوي، که حکومت او نړیواله ټولنه له دوی سره کړې ژمنې پوره نه کړي، د ولسي جرګې راتلونکې ټاکنې به په اعلان شوې نېټه ترسره نه شي.

د امنیت ټینګښت، کمیسیون ته د لازمې بودیجې ورکول او رایه ورکوونکو ته د تذکرو وېش د افغان حکومت او نړیوالو مرسته کوونکو هغه ژمنې دي چې کمیسیون ته یې ورکړي.

د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو ټاکنو ترسره کېدو ته د نوي لمریزکال د چنګاښ شپاړسمه نېټه ټاکل شوې، خو اړوند مسؤولین اندېښنه لري چې ممکن ټاکنې وځنډېږي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند ګلاجان عبدالبدیع صیاد په یوه خبري غونډه کې وویل، دوی ته لازمه بودیجه نه ده ورکړل شوي، رایه ورکونې ته وړ نویو ځوانانو ته تذکرې نه دي وېشل شوې او د ټاکنو د امنیت په اړه هم ډاډه نه دي.

ښاغلی صیاد وایي، که د دغو ستونزو په اړه ژر ګام پورته نه شي، دوی په خپل وخت ټاکنې نه شي ترسره کولای.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړي وایي، تراوسه د دوی د لرې شوي مشر نجیب الله احمدزي ځای ناستی هم نه دی معلوم شوی.

"راتلونکی دوبی پارلماني ټاکنې کېږي"

سیاف: که پارلماني ټاکنې ونه شي، کړکېچ به پیل شي

د افغانستان پارلماني ټاکنې راتلونکی کال کېږي

د کمیسیون په خبره، له قانون سره سم باید تر یوې اونۍ د دوی د لرې شوي مشر ځای ناستی معلوم شوی وی، خو زیاتوي دا دی یوه میاشت تېره شوه خو ولسمشرۍ مانۍ د ټاکنو کمیسیون د مشر د ګمارنې هڅو ته اقدام نه دی کړی.

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دوا خان مینه پال وایي، د دوی ټوله هڅه داده چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکو ټاکنو ته بودیجه او امنیت برابر او ټاکنې په خپل وخت ترسره شي.

د انځور حقوق IEC
Image caption اوس د ټاکنو څارونکي بنسټونه دا ګمان کوي چې ممکن حکومت د ولسي جرګې، ولایتي شوراګانو او ولسمشریزې ټاکنې یوځای په ۲۰۱۹ کال کې ترسره کړي

پر انتخاباتو څارونکي بیا وایي، حکومت د ټاکنو ترسره کېدو ته هېڅ ډول کلکه اراده نه لري.

د ټاکنو کمیسیون پخواني مشر فضل احمد معنوي بي بي سي ته وویل، حکومت د ولسي جرګې ټاکنې د ځان په زیان بولي:

"ارګ ماڼۍ له پارلماني ټاکنو وېره لري، د دوی باور دا دی که ټاکنې وشي، په ګټه یې نه دي. دوی که په خپل واک کې راولي، بیا د خلکو غږ پورته کېږي او ممکن سیاسي کړکېچ رامنځ ته شي، په همدې دلیل حکومت په دې هڅه کې دی چې ان ټاکنې په خپل واک کې راولي او ان خلکو ته داسې قناعت او لارې چارې وښيي چې غږ یې پورته نه شي."

د راتلونکو پارلماني ټاکنو د ځنډ اندېښنې په داسې حال کې ښودل کېږي چې د اوسنۍ ولسي جرګې کاري دوره شاوخوا دوه کاله وړاندې پای ته رسېدلې. هغه مهال حکومت وویل ټاکنو ته شرایط نه دي برابر او تر راتلونکو ټاکنو یې د جرګې کار غځولی.

اوس د ټاکنو څارونکي بنسټونه دا ګمان کوي چې ممکن حکومت د ولسي جرګې، ولایتي شوراګانو او ولسمشریزې ټاکنې یوځای په ۲۰۱۹ کال کې ترسره کړي. دغه بنسټونه وایي، که داسې کار وشي، د ټاکنو کنټرول او مدیریت به د ټاکنو کمیسیون له وسه ووځي.

ورته مطالب