"امریکا د سوېلي اسیا د چارو په اړه د هند په ژبه خبرې کوي"

ډان :

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان دا نیوکه په داسې مهال ده چې امریکا د ملي امنیت سرتاتیژۍ کې هند ستایلی.

پاکستان کې چاپېدونکې ډان ورځپاڼه د ملي امنیت د سلاکار ناصر خان جنجوعه له قوله لیکي امریکا د سویلي اسیا د چارو په اړه د هند په ژبه خبرې کوي او د کشمېر د مسلې په برخه کې هم په هماغه باور ده چې هندوستان دی.

ښاغلي جنجوعه ویلي امریکا غواړي چې هندوستان ته په افغانستان کې لوی رول ور کړي او په ورته وخت کې پاکستان په سیمه کې د خپلې ماتې مسوول ګني.

د پاکستان دا نیوکه په داسې مهال ده چې امریکا د ملي امنیت سرتاتیژۍ کې هند ستایلی او له پاکستان یې غوښتي چې د ترهګرو خلاف هڅې ډېرې کړي.

د پاکستان د لومړي وزیر دغه سلاکار ډاڼ ورځپاڼې ته ویلي امریکا اسلام اباد له حقاني شبکې او طالبانو سره په اړیکو لرلو تورنوي په داسې حال کې چې پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې لویه بیه پرې کوي.

د هغه په نظر امریکا د پاکستان او چین ترمنځ د پراخو سوداګریزو اړیکو خلاف ده.

ټایمز اف انډیا:

ټایمز اف انډیا ورځپاڼې هم په همدې هکله په یوه مطلب کې لیکلي چې د ملي امنیت په برخه کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار ناصر خان جنجوعه خبرداری ورکړ چې په سویلي اسیا کې اتومي جګړه یوه ریښتنې شونتیا ده چې ردیدای نه شي.

ورځپاڼه لیکي د ملي امنیت د تګلارې په اړه په یوه سیمینار کې چې اسلام اباد کې جوړه شوی و ښاغلي جنجوعه وویل امریکا غواړي هند ته چې د ده په وینا خطرناکې وسلې زیرمه کوي په افغانستان کې ډېر رول ورکړي.

خو پاکستان له ترهګرو سره په ملاتړ تورنوي په داسې حال کې چې ترهګري هله په پاکستان کې پیدا شوه چې پاکستان د امریکا او لویدیځ ملاتړ پیل کړ.

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption عطا محمد نور وايي د استعفا په تړاو د ارګ پرېکړه ورته د منلو نه ده.

افغان ولسمشر یو ځواکمن والي چې ۱۳ کاله یې دنده ترسره کړې له دندې ګوښه کړ.

دا د نیویاک ټایمز ورځپاڼې د یوه مطلب سرلیک دی او لیکي له دندې د عطا محمد نور لری کولو داسې اندېښې پیدا کړې چې له دې امله به پر ولسمشر غني او ملي یوالي حکومت یو اضافي سیاسي فشار راشي.

د ورځپاڼې د لیکنې له مخې ولسمشر غني وار د مخه د ځینو کسانو له خوا تر فشار لاندې دی چې حکومت کې بې ثباتې ده او انتخابات یې ځنډولي دي.

ورځپاڼه د بلخ د ولایتي شورا د یوه غړي شجاع الدین شجاع له قوله لیکي د بلخ ولایت اوسیدونکي اندېښمن دي چې نوی والي به ونه شي کولای چې په دې سخت حالاتو کې امنیت وساتي.

نیویارک ټایمز لیکي عطا محمد نور چې ډېره شتمني لري د ولسمشر غني لپاره یوه محبوبه څېره نه ده ځکه چې د هغه له ځواکمنو مخالفینو سره د ولسمشر پر وړاندې دریدلی دی.

واشنګټن پوسټ :

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د امریکا د نوې امنیتي تګلارې په اړه په یوه مطلب کې لیکلي په داسې حال کې چې په امریکا کې خلک کافي خدماتو ته لاسرسی نه لري ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دې ګومان دی چې له امریکا نه په بهر کې ګټه اخیستل شوې او اوس غواړي چې حالت برعکس کړي، په دې مانا چې د امریکا له مالي سرچینو په هېواد کې دننه ګټه واخیستل شي.

ورځپاڼه د کارپوهانو له خولې لیکي د ولسمشر ترمټ ډېرې تجارتي کړنلارې د امریکا د اقتصاد په زیان دي، د بیلګې په توګه هغه د ارام سمندرګي په غاړه له پرتو هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو تړون لغو کړ چې دا په سیمه کې د چین د پراخ نفوذ سبب کېږي.

د مطلب د لیکوال په وینا د سیاسي او اقتصادي قدرت ترمنځ اړیکه مهمه ده خو د سوداګرۍ په برخه کې د ولسمشر ټرمپ سیاست حساسیتونه پیدا کوي.

تهران ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images

تهران ټایمز ورځپاڼه لیکي وروسته له هغه چې ایران له نړیوالو قوتونو سره د خپل اټومي پروګرام په اړه هوکړه لاسلیک کړې په تهران کې د بهرنیو پانګوالو شمېر په ډېریدو دی.

په تهران کې د ونډو د مارکیټ یوه چارواکي ورځپاڼې ته ویلي سره له دې چې بهرني پانګوال ډېر شوي خو د پېسو د لیږدولو په برخه کې محدویتونه چې د امریکا له خوا لګول شوي د بهرنیو پانګوالو له خوا د پانګې اچونې په برخه کې اصلې ستونزه ده.