د نور استعفا: صلاح الدین رباني په بیړه له اروپا ستون شوی

رباني د انځور حقوق MOFA
Image caption د عبدالله عبدالله او صلاح الدین رباني د خبرو جزیات نه دي څرګند شوي

د اسلامي جمعیت ګوند مشر او د بهرنیو چارو، چار سمبال وزیر صلاح الدین رباني په بیړه ني ډول له اروپا نه تر ستنېدو وروسته نن له اجراییه رییس عبدالله عبدالله او خپلو نورو ګوندي مشرانو سره د عطا محمد نور پر برخلیک خبرې درلودې.

د بلخ د والي په توګه د ښاغلی نور پرځای پرون ولسمشر غني بل څوک وګوماره او د ده استعفی یې چې ظاهراً څو میاشتې مخکې سپارل شوې وه، ومنله. خو ښاغلي نور د څوکۍ پرېښودل رد کړل او ویې ویل چې استعفی یې له ارګ سره د یوه تړون برخه وه او چې تړون ونه شو، استعفی هم نه شي کېدای.

خو ارګ وایي چې استعفی ورکړ شوې او ولسمشر هم منلې ده.

عطا محمد نور: زما د استعفا په تړاو د ارگ پرېکړه را ته د منلو نه ده

غني: عطا محمد نور د لویو کارونو ترسره کولو وړتیا لري

عطا محمد نور وايي که د ولسمشرۍ لومړۍ مرستیالۍ وړاندیز راته وشي نه یې منم

مزار شریف کې د بي بي سي خبریال امیر بریال خپل رپوټ کې کاږي، چې د جمعیت مشرتابه غړو کابل کې د رسمي دریځ څرګندولو لپاره غونډه کړې.

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او اجراییه مشر عبدالله عبدالله تر منځ د شویو خبرو جزیاتو په تړاو څه نه دي ویل شوي.

پرون د ارګ له لوري د ښاغلي نور د استعفا له اعلان وروسته جمعیت ګوند دا 'یو اړخیزه او غیر اخلاقي ' پرېکړه وبلله.

د جمعیت اسلامي ګوند یو شمېر سرچینو په خبره سیاسي پرېکون، له کابینې د ښاغلي رباني استعفا او د داسې نورو فشارونو پر وړاندیزونو د دې لپاره غور کېږي، چې ښاغلی نور دې د والي په توګه پاتې شي.

د انځور حقوق ATTA MOHAMMAD NOOR/FB
Image caption ښاغلي نور په افغانستان کې له دېره نړیوالو ځواکونو غوښتي، چې بې پرې پاتې شي.

ښاغلي نور په افغانستان کې له دېره نړیوالو ځواکونو غوښتي، چې بې پرې پاتې شي.

که څه هم د ناټو ځواکونو قومندان او افغانستان کې لوېدیځوالو دیپلوماتانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو داسې رپوټونه هم خپاره شوي، چې ګواکې یو شمېر سفیرانو په ارګ کې له چارواکو او د جمعیت ګوند له یو شمېر مشرانو سره لیدنې کتنې کړې.

اړونده مطالب