پېښور: د کور پخلی چې انلاین پلورل کېږي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېښور: د کور پخلی چې انلاین پلورل کېږي

په افغانستان او پښتوخوا کې چې د ښځو د کار خبره شي نو ډېری سملاسي فکر کوي چې ښځه باید له کوره دباندې ولاړه شي او کار وکړي او یا پیسې وګټي. خو په پېښور کې، یوې ښځې ولیدل چې څه مهارت لري نو بیا یې هغه په کار واچول. دا په کور کې پخلی کوي او خلک پر انلاین خپل د خوراک فرمایش او پیسې ور لېږي. دا مېرمن له کوره نه وځي خو پیسې او ګټه وټه لري.