جمعیت ګوند د نور لرې کول د ارګ انحصار غوښتونکی ګام بولي

د عکس سرچینه، gen.noor/FB
ارګ دوشنبه وویل، چې د عطا محمد نور استعفا یې منلې ده.
جمعیت اسلامي ګوند د بلخ والي عطا محمد نور لرې کېدل انحصار طلبانه ګام بللی او په وینا یې دغه ګوند "د افغانستان د خلکو له منل شوي او روا حق د دفاع لپاره هر ګام اخیستل ځان ته اړین بولي".
دغه ګوند په یوه خبرپاڼه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا د ښاغلي عطا لرې کېدل د "نړیوالې ټولنې له حضور په ناوړه ګټه اخیستو" یو پورته شوی ګام بللی.
په خبرپاڼه کې راغلي، جمعیت اسلامي د ۲۰۱۴ کال ټاکنو کې له ټولو ایتلافي غړو سره ځان ګټونکی بولي، چې په وینا یې ټاکنو کې د پراخو درغلیو سربېره یې د هېواد د حساس وضعیت په درکولو سره د ملي یووالي حکومت منلو ته غاړه کېښوده.
دغه ګوند زیاتوي، د بلخ لرې کړل شوی والي عطا محمد نور د جمعیت اسلامي ګوند اجرایه مشر دی او دا ګوند د ملي یووالي حکومت د جوړ شوي بنسټ یوه برخه ده، چې په وینا یې، د دغه حکومت له تشکیله "د ګوند ایستل د حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي".
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د تېرې دوشنبې په ورځ (لیندۍ ۲۷مه) اعلان وکړ، چې ولسمشر محمد اشرف غني د "بلخ د والي عطا محمد نور استعفا" ومنله. د ارګ خبرپاڼه کې راغلي وو، دا استعفا څه موده وړاندې ارګ ته استول شوې وه.
ارګ وايي، محمد داود یې د بلخ د نوي والي په توګه ګومارلی دی.
ښاغلي نور د څوکۍ پرېښودل رد کړل چې په وینا یې استعفا یې له ارګ سره د یوه تړون برخه وه او چې تړون ونه شو، استعفا هم نه شي کېدای.
د عکس سرچینه، ارگ
عطا نور چې یو وخت یې د واک پر سر له ولسمشر سره خبرې درلودې.
د اسلامي جمعیت مشر او د بهرنیو چارو، چارسمبال وزیر صلاح الدین رباني په بیړني ډول له اروپا نه تر ستنېدو وروسته د سې شنبې په ورځ له اجرایه رییس عبدالله عبدالله او خپلو نورو ګوندي مشرانو سره د عطا محمد نور پر برخلیک خبرې درلودې.
د وروستیو ورځو رپوټونو ویل چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایه مشر عبدالله عبدالله دواړه له بلخ ولایت د ښاغلي نور د لرې کېدو غوښتونکي دي.
عطا محمد نور نږدې ۱۵ کاله د بلخ د والي په توګه کار وکړ.
اشرف غني په واکمنېدلو سره نږدې ټول والیان له دندو ګوښه کړل، خو عطا محمد نور د سرپرست په توګه په واک کې پاتې و.
هغه تېر کال د ولسمشر په فرمان د بلخ والي شو.