کابل کې د جرمني سفارت بېرته خپل کار پیلوي

ولسمشر غني ژمنه کړې چې د سفارت د چارو بیا پیلېدو لپاره به ټینګ امنیتي تدابیر ونیسي. د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشر غني ژمنه کړې چې د سفارت د چارو بیا پیلېدو لپاره به ټینګ امنیتي تدابیر ونیسي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر زیګمار ګابریل سره په کتنه کې د جرمن دولت هغه پرېکړه وستایله چې کابل کې خپل سفارت بیا فعالوي.

دغه سفارت نژدې ۷ میاشتې وړاندې، وروسته له هغه خپل فعالیتونه وځنډول چې ودانۍ یې د یوه درانه موټر بم له امله ویجاړه شوه، چې لږترلږه ۱۵۰ کسان پکې ووژل شول او ۴۰۰ نور ټپیان شول.

ولسمشر غني په اقتصادي چارو، سولې او امنیت برخه کې د جرمني همکاري اړینه بللې.

په دغې کتنه کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هم افغانستان ته د اوږدمهاله مرستو ژمنه کړې چې له افغانستان سره به خپلې ژمنې جاري ساتي.

ولسمشر غني ژمنه کړې چې د سفارت د چارو بیا پیلېدو لپاره به ټینګ امنیتي تدابیر ونیسي.

د سترګو لیدلی حال: زموږ د مرګ او ژوند تر منځ څو ثانیې

کابل ټانکر چاودنه: د ورک ځوان کورنۍ لا هم د هغه لار څاري

اشرف غني د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړی، چې افغان دولت به د جرمني د سفارت په ګډون په هېواد کې د جرمني د ټولو دیپلوماتیکو بنسټونو د امنیت خوندي کولو لپاره لاس په کار شي.

د افغانستان ولسمشر وویل، پر موجوده ستونزو سربېره، افغانان د پرمختګ پر حال کې دي او حکومت پتېیلې ده چې د اساسي قانون مطابق په ۲۰۱۸ کال پارلماني ټاکنې او په ۲۰۱۹ کال ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر په دې کتنه کې له هغه افغان پولیس مننه وکړه، چې د جرمني سفارت ته له چاودېدونکو توکو د ډک ټانکر د ورتګ مخه ونیوه، خو هغه پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د جرمني سفارت مخې ته ټانکر چاودنې لږترلږه ۱۵۰ کسان ووژل او ۴۰۰ نور یې ټپیان کړل

ورته مطالب