"د کندهار شاوليکوټ کې پوليو پېښې د نړۍ له هرې بلې ولسوالۍ ډېرې دي"

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ښاغلي نديم جان له بي بي سي سره په مرکه وويل، په ٢٠١٦ م کال کې د گوزڼ پېښو شمېر شا وخواه ٢٠ ته ټيټ شو

د ملگرو ملتونو د بشري چارو همغږې کوونکى "توبي لېنزر" اندېښنه څرگنده کړې چې په دې وروستيو کې په کندهار کې د پوليو پېښې ډېرې شوي دي.

د ښاغلي لېنزر څرگندونې په داسې حال کې مخې ته راځي چې د افغانستان په سوېل، سوېل ختيځ او د پلازمېنې کابل په ختيځو سيمو کې د ماشومانو گوزڼ ضد واکسين نوى کمپاين پيل شوى.

ښاغلي لينزر د يوې وينا پاڼې په خپرولو ويلي " د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د پوليو پېښې د نړۍ د هرې بلې ولسوالۍ پر تله ډېرې دي، او دې حالت سلگونو زرو نورو ماشومانو ته خطر پېښ کړى."

د نوي کمپاين په ترڅ کې به ٥.٥ ميليون ماشومان چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم وي د افغانستان په هغو سيمو کې واکسين شي چې په کې د ماشومانو د گوزن خطر ډېر دى.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption توبي لېنزر: د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د پوليو پېښې د نړۍ هرې بلې ولسوالۍ پر تله ډېرې دي

دغه څلور ورځينى کمپاين چې د ډسمبر پر ١٨ پيل شوى، د روغتيا نړېوالې ادارې، افغان روغتيا وزارت او د يونيسف له لوري په گډه تر سره کېږي.

د کمپاين په ترځ کې به واکيسن کوونکي ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو ورکولو لپاره کور په کور گرځي.

د روغتيا نړېواله اداره سپارښتنه کوي هغه کورنۍ چې ماشومان يې نه دي واکسين شوي بايد هغوى روغتيايي مرکزونو ته بوځي.

د گوزڼ پېښې

افغانستان، پاکستان او نايجريا د نړۍ درې هغه هېوادونه دي چې د ماشومانو د گوزڼ پېښې په کې ثبت شوي دي.

قبايلي سيمو کې د پوليو ضد پروگرام مسوول ډاکټر نديم جان وايي په پاکستان کې له ١٩٩٤ م کاله وړاندې هر کال له ٢٠ تر ٢٥ زره ماشومان گوزڼ وهل، چې د واکسين کمپاين له پيلېدو سره دا شمېر په پام وړ کچه ټيټ شو.

ښاغلي نديم جان له بي بي سي سره په مرکه وويل، په ٢٠١٦ م کال کې د گوزڼ پېښو شمېر شا وخواه ٢٠ ته ټيټ شو.

گوزڼ يا پوليو ٩٩% ختمه شوې ده

''خیبر پښتونخوا کې پوليو واکسين سره مخالفت کم شوی''

افغانستان کې سږ کال تر اوسه د پوليو ١٢ پېښې او په پاکستان کې ٧ پېښې ثبت شوي دي.

ډاکټر نديم جان وايي د پوليو درملنه نشته، نو يوازينۍ لاره د دغه ناروغي مخنيوى دى چې ماشوم ته د پوليو ضد څاڅکو د ورکړې له لارې کېږي.ېښې

اړونده مطالب

ورته مطالب