"له بلخه د نور لرې کول شمال د داعش او طالبانو له خطر سره مخامخوي"

ږ د انځور حقوق ATTA MOHAMMAD NOOR/FB
Image caption د ژغورنې ملي ایتلاف شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې جوړ شو چې د ملي یووالي حکومت پر کړنو یې نیوکې کولې

د بلخ والي لرې کولو په تړاو د ولسمشرۍ ماڼۍ تر پرېکړې وروسته د افغانستان د ژغورنې ملي ایتلاف ویلي، له بلخ ولایت نه د عطا محمد نور لرې کول د افغانستان د شمال امنیت له "جدي خطر" سره مخامخوي او د طالبانو او داعش واکمنۍ ته لاره هواروي.

د ولسمشر لومړي مرستیال او د ملي جنبش مشر عبدالرشید دوستم، د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق او د جمعیت اسلامي ګوند اجراییه مشر او د بلخ لرې کړل شوي والي عطا محمد نور ددغه ایتلاف مشهور غړي او بنسټګر دي.

ددغه ایتلاف یوه خپره شوې خبرپاڼه کې چې د ښاغلي نور له ادرسه خپره شوې، ویل شوي، ارګ "د ټیکاو، ملي ګټو او امنیت مخالف یوه ګام پورته کولو سره، د بلخ د والي عطا نور استعفا په یو اړخیز ډول اعلان کړه چې دا ګام به یې د ملي یووالي لپاره ناوړه پایلې ولري او د ملي یووالي او سیاسي ټیکاو له روحیې ټینګولو سره به همکاري ونه کړي."

ارګ دوې ورځې وړاندې وویل، ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ د والي عطا محمد نور استعفا ومنله.د ارګ خبرپاڼه کې دا هم راغلي وو چې دا استعفا څه موده وړاندې ارګ ته استول شوې وه.

د بلخ نوی والي: د جمعیت ګوند ډېری غړي پر ما راضي دي

عطا محمد نور: زما د استعفا په تړاو د ارگ پرېکړه را ته د منلو نه ده

عطا محمد نور: حکومت کندهار ته د سفر اجازه را نه کړه

د ښاغلي نور پرځای انجنیر محمد داود د بلخ د نوي والي په توګه معرفي شوی.

د بلخ نوی ټاکل شوی والي انجینر محمد داوود وایي، هر کله چې ولسمشر ورته لارښوونه وکړي، د بلخ د والي په توګه به خپله دنده پيل کړي.

ښاغلي داود له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې وویل، له عطا محمد نور پرته د جمعیت اسلامي ګوند ډیری غړي د ده پر نوې دنده خوښ دي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د بلخ نوی والي: چې ولسمشر امر وکړي بلخ ته ځم

عطا محمد نور د ارګ دې پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي وو، د بلخ له ولایته یې استعفا مشروطه وه، چې په وینا یې د ولسمشر له خوا یې منل کېدل ناقانونه عمل دی او دی یې نه مني.

د وروستیو ورځو رپوټونو ویل چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایه مشر عبدالله عبدالله دواړه له بلخ ولایت د ښاغلي نور د لرې کېدلو غوښتونکي دي.

عطا محمد نور نږدې ۱۵ کاله د بلخ د والي په توګه کار وکړ.

نوموړى د اشرف غني په واکمنېدلو سره نږدې ټول والیان له دندو ګوښه کړل، خو عطا محمد نور د سرپرست په توګه په واک کې پاتې و.

د انځور حقوق FB/Atta Mohammad Noor
Image caption د ارګ خبرپاڼه کې دا هم راغلي وو چې دا استعفا څه موده وړاندې ارګ ته استول شوې وه.

ورته مطالب