"د تاجکستان او افغانستان ګډه پوله تړل شوې"

.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، تاجکستان خپله پوله له پنځو ورځو راهیسې د افغانستان پرمخ تړلې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی بي بي سي ته وویل، تاجکستان خپله پوله د تخار ولایت په ای خانم او د کندوز په شیرخان بندر کې تړلې ده.

نوموړی وايي، دغه لار وروسته له هغه وتړل شوه چې د افغانستان قاچاق وړونکي د تاجکستان پولې ته ننوتلي وو او د دغه هېواد یو شمېر پوله ساتي ځواکونه له قاچاق وړوونکو سره په نښته کې ټپیان او وژل شوي وو:

"د افغانستان پوله د تاجک سوداګرو پر مخ خلاصه ده خو د دغه هېواد پوله د افغان سوداګرو پر مخ تړل شوی ده."

* د کاسا ۱۰۰۰ برېښنالېږد طرحه لاسلیک شوه

* ''پاکستانۍ لارې به له دې وروسته افغانستان ته نه ځي''

* افغانستان بيا له منځنۍ اسيا سره نښلول کېږي

نوموړي د افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه چې له ډیپلماټیکو لارو دې د دغه بندر د خلاصولو هڅه وکړي، ځکه چې د افغان سوداګرو سوداګریز مالونه په دغه پوله کې بند پاتې دي.

د ښاغلي الکوزي په وینا، له تېرو څو ورځو راهیسې افغان سوداګرو ته شاخوا ۵۰۰ زره ډالره تاوان اوښتي دي:

"موږ د تاجکستان له چارواکو سره خبرې کړي او له دولت مو هم غوښتي تر څو زموږ ستونزه حل کړي او د دغه هیواد د پولې تر خلاصیدو دې د افغانستان پوله هم د تاجکستان د سوداګرو پر مخ وتړي."

د انځور حقوق Getty Images

که څه هم له افغانستان سره د پولې تړلو خبر تاجکي رسنیو خپور کړی، خو چارواکي یې دا خبر رسماً نه تاییدوي.

د تاجکستان د ملي امنیت د دولتي کمېټې د پولې ساتنې ویاند (محمد اولوغ خاجه‌ یوف) د دغه هیواد د پولې تړلو خبر رد کړی دی.

نوموړي بي بي سي ته وویل چې له افغانستان سره یې نښلېدونکې لارې پرانیستې دي.

د قاچاق وړونکو او تاجک ځواکونو ترمنځ نښته د ډیسمبر په ۲مه پر تاجک پوله د شوراباد سیمه کې پېښه شوې چې له امله یې د دغه هېواد کمیسار (خیرالدین احتموف) وژل شوی او څلور پوله ساتي سرتیري یې ټپیان شوي دي.

د تاجکستان حکومت د افغانستان له دولته غوښتي چې دغه قضیه وڅیړي او تورن کسان باید ونیول شي.

افغانستان په بدخشان، تخار او کندوز ولایتونو کې له تاجکستان سره ګډه پوله لري.

افغانستان او تاجکستان شاخوا ۱۳۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري چې د سیمې هېوادونه له دغې لارې و منځنۍ اسیا ته د نشه یي توکو قاچاقېدو خبره کوي.

وړاندې له دې هم دغه پوله د دواړو هیوادونو پر مخ د وسله والو قاچاق وړونکو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره تړل شوې وه.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
تاجکستان څنګه کورنۍ جګړه پای ته ورسوله

ورته مطالب