"د افغانستان او تاجکستان ګډه پوله بېرته پرانیستل شوه"

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption د راپورونو له مخې، د افغانستان او تاجکستان ترمنځ ګډه پوله له تېرو پنځو ورځو تړلې وه

د افغانستان او تاجکستان تر منځ ګډه پوله چې له پنځو ورځو راهیسې د سوداګرو پر مخ تړل شوی وه، بیرته پرانیستل شوې ده.

د افغانستان سوداګرۍ خونې چارواکي وایي دغه پوله تېره ورځ ناوخته (ډیسمبر ۲۱مه)، د باري موټرو پر مخ پرانیستل شوه، خو عام خلک د تلو راتلو اجازه نه لري.

د دې خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي، د پولې په تړل کېدو سره افغان سوداګرو ته هره ورځ کابو ۸۰ زره ډالره تاوان اوښتی دی.

* "د تاجکستان او افغانستان ګډه پوله تړل شوې"

* دوو ممثلینو ته د ږیرې ساتلو موقته اجازه

* افغانستان بيا له منځنۍ اسيا سره نښلول کېږي

د ښاغلي الکوزي په خبره، د دوی ادارې له تاجک چارواکو سره خپلې اندېښنې شریکې کړي او له هغوی یې غوښتنه کړې چې پرې نه ږدي سوداګریزي اړیکې د سیاسي او امنیتي پېښو له امله زیانمې شي.

تاجک چارواکو تېره ورځ له بي بي سي سره په خبرو کې له افغانستان سره د پولې تړل کېدل رد کړي وو.

د انځور حقوق Getty Images

دغه لار وروسته له هغه وتړل شوه چې د چارواکو په خبره، یوه ډله قاچاق وړونکي د افغانستان له لوري تاجکستان ته ننوتلي وو.

د راپورونو له مخې، د تاجک پوله ساتو او قاچاق وړونکو ترمنځ نښته رامنځته شوې وه چې په پایله کې یې څو تاجک پوله ساتو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

افغانستان او تاجکستان شاخوا ۱۳۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري چې د سیمې هېوادونه له دغې لارې و منځنۍ اسیا ته د نشه یي توکو قاچاقېدو خبره کوي.

وړاندې هم دغه پوله د دواړو هیوادونو پر مخ د وسله والو قاچاق وړونکو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره د تړلو شاهده وه.

ورته مطالب