عطا محمد نور: له بلخه د تګ یا پاتې کېدو پرېکړه به جمعیت کوي

عطا محمد نور د انځور حقوق GENERAL ATA MOHAMMAD NOOR/FB
Image caption نور وویل، تر هغو به بلخ کې والي پاتې کېږي، چې په وینا یې "د داعش جوړونې او طالب جوړونې پروژې ناکامې شوې نه وي او دا سیمې به داعش او طالبان نه نیسي."

د جمعیت اسلامي ګوند اجراییه مشر عطا محمد نور ویلي، د بلخ له ولایته، نه لاس پر سر کېږي او په دې اړه یوازې د دغه ګوند مشرتابه شورا پرېکړه کولی شي. هغه پر اجراییه مشر عبدالله عبدالله هم ټینګې لفظي نیوکې وکړې او هغه یې د "لستوڼي مار" وباله.

د جمعیت اسلامي ګوند مشر عطا محمد نور ویلي، له بلخ ولایته نه ځي او په دې اړه یوازې د جمعیت اسلامي ګوند مشرتابه شورا پرېکړه کولی شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د لیندۍ پر ۲۷مه اعلان وکړ، چې ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ د والي عطا محمد نور "استعفا" منلې او محمد داود یې د هغه ځای ناستی ټاکلی دی.

خو ښاغلي نور د شنبې په ورځ (مرغومی لومړۍ) بلخ کې خپلو پلویانو ته وینا کې وویل: "اوس هم والي یم، بیارغونه به داسې حد ته رسوم ې افغانستان کې ساری ونه لري او که حکومت د تفاهم له لارې رامخې ته نه شو، څه چې د جمعیت مشر وړاندیزوي، مه یې منئ، د خدای په مرسته به والي پاتېږم."

"له بلخه د نور لرې کول شمال د داعش او طالبانو له خطر سره مخامخوي"

جمعیت ګوند د نور لرې کول د ارګ انحصار غوښتونکی ګام بولي

د انځور حقوق Arg
Image caption ښاغلينور د ولسمشر غني په اړه وویل: د افغانستان ولسمشر ښاغلی اشرف غني چې له ما سره هر ډول دښمني کوي حق یې دی؛ مخالف یې وم، د ټیم پرضد مې یې کار کاوه او پرضد مې یې خبرې کولې

هغه وویل، تر هغو به بلخ کې والي پاتې کېږي، چې په وینا یې "د داعش جوړونې او طالب جوړونې پروژې ناکامې شوې نه وي او دا سیمې به داعش او طالبان نه نیسي."

نوموړي خپلو پلویانو ته وویل: "موږ تل منفي ځواب ترلاسه کړی، تیار اوسئ او د فیسبوک له لارې خپلو ټولو ملګرو ته دا پیغام ورسوئ چې زموږ خوځښت مدني دی. که مدني خوځښت ته چا غوږ ونه نیو، بیا به نو د جمعیت ګوند د شورا په مشوره او اجازه بله پرېکړه کېږي."

هغه پخپلو خبرو کې د ملي یووالي حکومت پر مشرانو هم نیوکې وکړې چې په وینا یې "موږ باد راوړي مامورین نه یو چې د اشرف غني په کاغذ ټاکل شوي یو. موږ په داسې وضعیت کې یو چې له خپله ځانه باید دفاع وکړو. کله چې دوی غوښتل د استعفا په پلمه یوڅه اعلان کړي، دوی ته مې خبر ورکړ چې استعفا مه اعلانوئ که نه مجبوروئ مې چې رد یې کړم، تاسو دا صلاحیت نه لرئ."

د انځور حقوق DR. ABDULLAH ABDULLAH/FB
Image caption ښاغلي نور عبدالله عبدالله د "لستوڼي مار" وباله او ګواښ یې وکړ چې غاښونه به "یې مات کړي"

د اسلامي جمعیت اجراییه رییس د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل: "د ښاغلي اشرف غني حق دی چې له ما سره شخره وکړي؛ زه د هغه مخالف وم، د هغه د ټیم په وړاندې مې کار کړی، د هغه په ضد غږېدلی یم، حتی له حکومته وروسته یې هم د حکومت د ضعف په هکله غږېدلی یم".

د نور د خبرو ډېره برخه له اجراییه ریس عبدالله عبدالله سره د ده په لفظي شخرو څرخېده. نور عبدالله د لسټوني مار وباله او له عبدالله نه یې د ۱۳۸۸ او ۱۳۹۳ په ټاکنو کې ملاتړ خپله تېروتنه وګڼله.

اړونده مطالب

ورته مطالب